23 لکه چې د مالِک خُدائ په شريعت کښې ليکلى دى چې، ”هر وړومبے نر ماشوم چې پېدا شى هغه به مالِک خُدائ ته وقف شى.“
”ټول وړومبى پېدا شوى نران ما ته وقف کړه. د هرې بنى اِسرائيلۍ ښځې مشر ماشوم او هر يو وړومبے نر څاروے زما دے.“
خپله غله، مے او خپل د زيتُونو تېل ما ته ښۀ په وخت پېش کوئ. تاسو خپل مشران زامن ما له راکړئ.
هر يو مشر زوئ او هر وړومبے پېدا شوے نر څاروے زما دے،
هر يو وړومبے پېدا شوے ماشوم يا ځناور چې اِسرائيليان يې ما ته پېش کوى هغه به ستاسو وى. خو تاسو به خامخا هر وړومبے پېدا شوے ماشوم واپس اخلئ او هر وړومبے پېدا شوے ځناور به هم واپس اخلئ کوم چې ناپاک وى.