20 خو شپونکو په واپس تلو کښې د خُدائ پاک ثناء صِفت بيانولو ځکه چې بلکل هر څۀ يې هغه شان وليدل او واورېدل لکه څنګه چې فرښتې ورته فرمائيلى وُو.
د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى څوک چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے، د ازل نه تر ابده پورې دې د مالِک خُدائ ثناء صِفت وى. راځئ چې ټول په شريکه سره ووايو، ”آمين.“ ثناء صِفت دې مالِک خُدائ ته وى.
نو د مالِک خُدائ شُکر دې د هغۀ د نۀ ختمېدونکې مينې دپاره ادا کړى او د هغۀ عجيبه کارونه چې د بنيادمو دپاره يې کړى دى،
نو د مالِک خُدائ شُکر دې د هغۀ د نۀ ختمېدونکې مينې دپاره ادا کړى او د هغه عجيبه کارونو دپاره چې د بنيادمو دپاره يې کړى دى.
عاجزان به بيا د مالِک خُدائ ورکړے شوې خوشحالۍ نه په جامو کښې نۀ ځائيږى، او غريبانان به د بنى اِسرائيل د مقدس ذات خوشحالى کوى.
خلق په دې ننداره هيبت واخستل او بنى آدم ته په داسې اختيار ورکولو يې د خُدائ پاک ثنا ووئيله.
هغۀ به دا اِعلان کولو چې، ”زما نه پس به هغه څوک راځى چې زما نه ډېر زورَور دے. زۀ د دې جوګه هم نۀ يم چې ټيټ شم او د هغۀ د پېزار تسمې پرانيزم.
نو سمدستى هغه بينا شو او په هغۀ پسې روان شو. او د خُدائ پاک ثنا يې وئيله. او ټولو خلقو چې دا ننداره وليده نو د خُدائ پاک ثنا يې ووئيله.
کله چې هغوئ دا واورېدل نو هغوئ نور اِعتراضونه ونۀ کړل او هغوئ د خُدائ پاک ثنا ووئيله او وې وئيل چې، ”خُدائ پاک غېريهوديانو ته هم د ژوند حاصلولو دپاره د توبې موقع ورکړې ده.“