19 خو مريمې په دې ټولو واقعو سوچ کولو او په زړۀ کښې يې ساتلى.
يوسف په وروڼو بد لګېدو، خو د هغۀ پلار د هغۀ دا ټولې خبرې په خپل زړۀ کښې يادې ساتلې.
ستا کلام مې خپل زړۀ کښې ساتلے دے نو چې زۀ ستا خلاف ګناه ونۀ کړم.
هغۀ ما ته تعليم راکړو او وې وئيل، ”په خپل ټول زړۀ سره زما نصيحت راټينګ کړه، زما په حُکمونو عمل کوه نو ستا ژوند به په خير تير شى.
دا خبره دلته ختمه شوه. زۀ دانيال په خپلو خيالونو کښې پرېشانه وم او زما مخ د يرې نه تک زېړ وو، خو دا خبره ما خپل ځان سره محفوظه وساتله.“
هر څوک چې هوښيار وى نو هغه دې په دې خبرو باندې پوهه شى او په خپلو زړونو کښې دې ځائ ورکړى. د مالِک خُدائ لارې صحيح دى او صادقان خلق په دې روان وى، خو سرکشه به په دې لارو تيندک وخورى او وبه غورزيږى.
چا چې دا واورېدل په هغوئ ډېر اثر وشو او وې وئيل چې، ”د دې ماشوم نه به څۀ جوړيږى؟“ ځکه چې د مالِک خُدائ لاس د دۀ په سر دے.
او د دې شپونکو خبره چې چا واورېدله، ټول حق حېران شول.
بيا هغه د هغوئ سره ناصرت ته واپس لاړو او د هغوئ د تابعدارۍ لاندې يې وخت تېرولو. مور يې دا ټولې خبرې په زړۀ کښې پټې وساتلې.
د هغوئ خبرو په داؤد باندې ډېر زيات اثر وکړو او هغه د جات اکيس بادشاه نه ډېر زيات ويرېدو.