17 کله چې هغوئ هغه ماشوم وليدو نو زر يې دا خبره خوره کړه څۀ چې دوئ ته د هغۀ په حقله وئيلے شوى وُو.
ما ته راشئ او غوږ ونيسئ تاسو ټول څوک چې د خُدائ پاک نه يرېږئ، نو تاسو ته به زۀ اوس ووايم چې هغۀ ما له څۀ کړى دى.
د دې نه وروستو، بيا کوم کسان چې د مالِک خُدائ نه يرېدل يو بل سره يې خبرې وکړې، او مالِک خُدائ ورته غوږ شو او هغه يې واورېدلې. د هغۀ په حضور کښې يو يادګارى طومار ليکلے شوے وو د هغوئ د نومونو په حقله څوک چې د مالِک خُدائ نه يرېدل او د هغۀ د نوم عزت يې کولو.
هغوئ په منډه لاړل د مريمې او يوسف پته يې ولګوله او هغه ماشوم يې په اخور کښې پروت وموندلو.
او د دې شپونکو خبره چې چا واورېدله، ټول حق حېران شول.
نو په هغه ساعت هغه راغله او د خُدائ پاک شُکر يې وکړو. نو هغې هغه ټولو خلقو ته د هغه ماشوم په حقله خبرې وکړې چې د يروشلم د آزادۍ په اِنتظار وُو.
”خپل کور ته واپس لاړ شه او هغه هر څۀ بيان کړه چې خُدائ پاک ستا دپاره وکړل.“ هغه لاړو په ښار کښې هرې خوا ته وګرځېدو او چې عيسىٰ د هغۀ دپاره څۀ کړى وُو هغه يې خلقو ته بيان کړل.