16 هغوئ په منډه لاړل د مريمې او يوسف پته يې ولګوله او هغه ماشوم يې په اخور کښې پروت وموندلو.
تۀ چې هر څۀ کولے شې هغه پوره د زړۀ نه کوه، ځکه چې چرته تۀ روان يې يعنې قبر ته، هلته به نۀ کار وى او نۀ منصوبې، نۀ به عِلم وى او نۀ حِکمت.
په دغه وخت مريم نېغه راپاڅېدله او يو ښار ته لاړه کوم چې د يهوداه په غريزه علاقه کښې وو.
دواړه په مخه لاړل او هم هغه شان يې وموندل لکه چې عيسىٰ ورته فرمائيلى وُو.
او ستاسو دپاره د هغۀ دا نښه ده چې تاسو به يو ماشوم په اوړنى کښې انغښتے په اخور کښې ومومئ.“
کله چې فرښتې د هغه ځايه آسمان طرف ته رُخصت شوې نو شپونکو يو تر بله ووئيل، ”ځئ چې اوس سمدستى بيتلحم ته لاړ شُو او دا شوے کار ووينو کوم چې مالِک خُدائ مونږ ته څرګند کړے دے.“
کله چې هغوئ هغه ماشوم وليدو نو زر يې دا خبره خوره کړه څۀ چې دوئ ته د هغۀ په حقله وئيلے شوى وُو.
او د هغې اول زوئ پېدا شو. هغې هغه په اوړنى کښې ونغښتو او په يو اخور کښې يې کېښودو ځکه چې په سرائى کښې د هغوئ دپاره ځائ نۀ وو.
هغوئ لاړل او هلته يې هر څيز د هغۀ د وينا په مطابق وليدلو. هغوئ د فسح دپاره تيارے وکړو.