15 کله چې فرښتې د هغه ځايه آسمان طرف ته رُخصت شوې نو شپونکو يو تر بله ووئيل، ”ځئ چې اوس سمدستى بيتلحم ته لاړ شُو او دا شوے کار ووينو کوم چې مالِک خُدائ مونږ ته څرګند کړے دے.“
هغه وخت راغلو چې مالِک خُدائ الياس په يو زورَور باد کښې بره آسمان ته وخېژوى. الياس او اليشع د جِلجال نه روان شول،
کله چې هغوئ روان وُو او خبرې يې کولې، نو ناڅاپه يوه د اور جنګى ګاډۍ چې د اور آسونو راښکله د هغوئ مينځ ته راغله او يو زورَور باد الياس بره آسمان ته وخېژولو.
د مالِک خُدائ کارونه ډېر لوئ دى، څوک چې په دې فکر کوى نو په هغې کښې خوشحاله دى.
هغۀ د ځان سره وفرمائيل چې، ”عجيبه خبره ده. دا جاړه ولې نۀ سوزيږى؟ زۀ به نزدې ورشم چې وې ګورم.“
د جنوب مَلِکه به د قيامت په ورځ د دې پيړۍ خلاف په عدالت کښې ودريږى او دوئ به مجرمان ثابت کړى، ځکه چې هغه د دُنيا د بل ګوټ نه د سليمان د حِکمت خبرو اورېدو له راغلې وه، او څوک چې دلته دے هغه د سليمان نه هم لوئ دے.
”د خُدائ پاک حمد دې وى پاس په آسمان کښې، او په زمکه دې د هغه خلقو دپاره خير او سلامتى وى د چا نه چې هغه رضا دے.“
هغوئ په منډه لاړل د مريمې او يوسف پته يې ولګوله او هغه ماشوم يې په اخور کښې پروت وموندلو.
کله چې هغۀ هغوئ له برکت ورکولو نو هغه د هغوئ نه جدا شو او آسمان ته پورته کړے شو.
څوک چې آسمان ته ختلے دے او د خُدائ پاک ښى لاس ته ناست دے، او فرښتې، اختيارمند او قُدرتونو والا يې د هغۀ تابع کړې دى.