10 خو فرښتې هغوئ ته وفرمائيل چې، ”يرېږئ مه. ما تاسو له يو ښۀ زېرے راوړے دے چې د ټولو خلقو دپاره به يوه لويه خوشحالى وى.
زۀ به هغوئ له برکت ورکوم چې څوک ستا دپاره برکت غواړى. خو زۀ به په هغوئ لعنت وايم چې څوک په تا لعنت وائى. او ستا په وسيله به زۀ د دُنيا ټولو قومونو له برکت ورکړم.“
اے صيونه، يو اوچت غر ته وخېژه او اعلان وکړه. اے يروشلمه، د اوچت آواز سره چغه ووهه، او يرېږئ مۀ. د يهوداه ښاريې ته ووايئ چې، ”ستاسو خُدائ پاک دا دے راروان دے.“
اول ما صيون ته د دې اعلان وکړو، او ما يروشلم ته د خوشخبرۍ پېغام وړُونکى ولېږل.
هغه فرمائى، ”زما خِدمت کوونکيه، زۀ ستا دپاره يو لوئ مقصد لرم. تۀ به نۀ صرف هغه بنى اِسرائيليان بحال کړې چې کوم ژوندى پاتې دى، بلکې زۀ به تا د قومونو دپاره رڼا وګرځوم نو چې دغه شان تۀ زما خلاصون ټولې دُنيا ته ورسوې.“
مالِک خُدائ به د خپل مقدس طاقت نه کار واخلى، خُدائ پاک به خپل خلق بچ کړى، او ټول قومونه او ټوله دُنيا به په خپلو سترګو دا وګورى.
د هغوئ قدمونه څومره ښکلې دى چې په غرونو باندې روان دى او زېرے راوړى. ځکه چې هغه به د امن و امان پېغام او د خلاصون اعلان کوى، او صيون ته به وائى، ”ستا خُدائ پاک بادشاه دے.“
د مالِک خُدائ روح په ما نازل دے ځکه چې زۀ هغۀ مسح کړے يم، او دې له يې رالېږلے يم چې غريبانانو ته زېرے ورکړم، مات شوى زړونه روغ کړم، د خلاصون اعلان وکړم او غلامانو ته آزادۍ ورکړم.
هغۀ وفرمائيل، ”اے خُدائ پاک ته، ګران انسانه مۀ يرېږه. سلامت اوسه. اوس ډاډه شه، ډاډه شه.“ کله چې هغۀ ما سره خبرې وکړې، ما ته طاقت مِلاو شو او ورته ومې ووئيل، ”اے مالِکه اوس خبره وکړه، ځکه چې تا ما له طاقت راکړے دے.“
ډېره خوشحالى وکړه، اے صيون لورې. د خوشحالۍ نه چغې ووهه، د يروشلم لورې. وګورئ، ستاسو بادشاه تاسو ته راروان دے، هغه صادق او خلاصونکے دے، هغه حليم او په خرۀ سور دے، په کوچاڼى يعنې په کوچى باندې.
عيسىٰ ورته سمدستى وفرمائيل چې، ”مۀ يرېږئ. دا زۀ يم چې يره ونۀ کړئ.“
بيا عيسىٰ ورغلو او ورته يې وفرمائيل چې، ”د آسمان او د زمکې ټول اختيار ما ته راکړے شوے دے.
فرښتې بيا ښځو ته وفرمائيل چې، ”مۀ يرېږئ، ما ته پته ده چې تاسو د عيسىٰ ليدو له راغلى يئ څوک چې په سولۍ شوے وو.
”وخت پوره شو، د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو مينځ ته راغلې ده. توبه ګار شئ او په زېرى ايمان راوړئ.“
بيا هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”ټولې دُنيا ته لاړ شئ او زما د زيرى وعظ ټول مخلوق ته وکړئ.
خو فرښتې هغۀ ته وفرمائيل، ”زکرياه. يرېږه مه. ستا دُعا قبوله شوه، ستا د ښځې اليشبع به يو زوئ وشى او تۀ به د هغۀ نوم يحيىٰ کېږدې.
فرښتې جواب ورکړو چې، ”زۀ جبرائيل يم، زۀ د خُدائ پاک په حضور کښې ودرېږم او زۀ يې تا سره د خبرو کولو او د دې زېرى درکولو دپاره رالېږلے يم.
بيا فرښتې هغې ته وفرمائيل چې، ”مريمې. يرېږه مه. خُدائ پاک په تا مهربانه شوے دے.
نن د داؤد په ښار کښې ستاسو خلاصونکے پېدا شوے دے چې هغه مسيح مالِک دے.
او د هغۀ په نامه به ټولو قومونو ته د ګناهونو نه د توبې او د معافۍ وعظ کولے شى. چې د يروشلم نه به شروع شى.
د دې نه پس عيسىٰ ښار په ښار او کلى په کلى ګرځېدو، بيان يې کولو او د خُدائ پاک د بادشاهۍ زيرے يې اورولو. او هغۀ سره هغه دولس مريدان هم وُو،
او مونږ تاسو ته يې هغه زيرے راوړو چې خُدائ پاک زمونږ د پلار نيکونو سره وعده کړې وه.
او هغوئ به څنګه د هغۀ پېغام ورکړى ترڅو چې هغوئ ونۀ لېږلے شى؟ لکه چې په صحيفو کښې ليکلے شوى دى، ”د هغوئ قدمونه څومره ښکلى دى څوک چې زيرے راوړى.“
اګر کۀ زۀ په ټولو مقدسينو کښې د ټولو ورکوټو نه ورکوټے يم، خو دا فضل په ما وشو چې زۀ غېريهوديانو ته د مسيح د بېاندازې دولت زيرے ورکړم،
کۀ تاسو د ايمان په بنياد مضبوط او ټينګ پاتې شئ او هغه اُميد پرې نۀ ږدئ کوم چې د زيرى په اورېدو ستاسو په زړونو کښې پېدا شوے دے. هغه زيرے چې ټولې دُنيا ته واورولے شو، او زۀ پولوس هم د دغه زېرى خادِم شوم.