1 په هغه ورځو کښې د رومى قيصر اوګوستوس د طرف نه دا فرمان جارى شو چې په رومى بادشاهۍ کښې دې د ټولو خلقو مردمشمارى وشى.
اخسويرس بادشاه د خپلې بادشاهۍ نه د سمندر د غاړې پورې محصُول اخستلو.
مونږ ته په دې حقله خپله فېصله راکړه چې ولې مونږ ته دا روا دى چې د روم قيصر له محصُول ورکړو او کۀ نه؟“
او په ټوله دُنيا کښې به د بادشاهۍ زېرے خور شى او د ټولو قومونو دپاره به ګواهى شى او بيا به قيامت وى.
زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې هر چرته چې په دُنيا کښې دا زېرے خوريږى نو څۀ چې هغې وکړل نو دا به هم په کښې ياديږى.“
بيا هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”ټولې دُنيا ته لاړ شئ او زما د زيرى وعظ ټول مخلوق ته وکړئ.
د دې دپاره هر يو کس خپلې خپلې ښاريې ته د مردمشمارۍ دپاره لاړو.
او هغه سره د مريمې لاړو څوک چې د هغۀ چنغله وه او هغه د مخکښې نه اُميدواره وه.
د قيصر تيبريوس د حکومت په پينځلسم کال کښې پنطوس پيلاطوس د يهوديه ګورنر وو او هيروديس د ګليل ګورنر، د هغۀ ورور فيليپوس د اِتُوريه او تراخونيتيس او ليسانياس د ابيلينے ګورنران وُو.
چې په هغوئ کښې د يو نوم اګابوس وو، هغه ودرېدو او د روحُ القُدس په وسيله يې پېشګوئې وکړه چې په ټوله دُنيا کښې به يو سخت قحط راشى. او دا قحط د قيصر کلوديوس په بادشاهۍ کښې راغلو.
کۀ چرې زۀ ګناه ګار يم او داسې څۀ جرم مې کړے وى چې د مرګ د سزا لائق وى نو زۀ د مرګ نه د تښتېدو کوشش نۀ کوم. خو کۀ چرې زما خلاف اِلزامونو کښې څۀ حقيقت نۀ وى نو څوک هم ما دوئ ته نۀ شى سپارلے. زۀ قيصر ته اپيل کوم.“
خو پولوس اپيل وکړو چې هغه دې د قيصر د فېصلې دپاره دلته وساتلے شى، نو ما حکم وکړو چې تر هغې دې هغه دلته وساتلے شى ترڅو چې يې زۀ قيصر ته ولېږم.“
د ټولو نه اول زۀ د عيسىٰ مسيح په نوم ستاسو دپاره د خپل خُدائ پاک شُکر ادا کوم ځکه چې په ټوله دُنيا کښې ستاسو د ايمان خبرې کيږى.
ټول مقدسين خصوصاً د قيصر د خاندان خلق تاسو ته سلام وائى.