Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 19:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”هم نن دې کور ته نجات راغلے دے ځکه چې دے هم د اِبراهيم زوئ دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 19:9
15 Iomraidhean Croise  

او دلته دا مور د اِبراهيم لور ده چې د اتلسو کالو راسې شېطان قېد کړې وه ولې دا ښۀ خبره نۀ ده چې د سبت په ورځ هغه د دې قېد نه آزاده شى؟“


بې‌شکه يو څو کسان چې په کښې آخر دى، هغوئ به د ټولو نه اول شى او يو څو کسان چې اول دى هغوئ به د ټولو نه آخر شى.“


هغۀ چغې کړې، اے پلاره، اِبراهيمه. په ما رحم وکړه. دا لعزر راولېږه چې خپل د ګوتې سر په اوبو کښې لوند کړى چې زما ژبه پرې يخه کړى ځکه چې زۀ په دې اور کښې ډېر په عذاب يم.


خو هغۀ جواب ورکړو چې، نه، پلاره اِبراهيمه. کۀ د مړو نه څوک هغوئ ته لاړ شى نو هغوئ به هله توبه ګار شى.


ځکه چې ما په خپلو سترګو ستا هغه خلاصون وليدلو


نو داسې کارونه وکړئ چې ورنه ستاسو د توبې ايستلو پته ولګى. تاسو ځان سره داسې سوچ مۀ کوئ چې ګنې تاسو د اِبراهيم اولاد يئ، ځکه چې زۀ درته دا وايم چې خُدائ پاک د دې کاڼو نه هم د اِبراهيم دپاره اولاد پېدا کولے شى.


نو خُدائ پاک د خپل فضل په مطابق دا وعده ځکه وکړه چې اِبراهيم په هغۀ ايمان راوړے وو، د دې دپاره چې د هغۀ فائده د اِبراهيم ټول نسل ته د بخښنې په طور ورسى. نۀ يواځې د هغوئ دپاره چې په شريعت قائم دى، بلکې د هغوئ دپاره هم چې د اِبراهيم په شان ايمان لرى، ځکه چې هغه زمونږ د ټولو پلار دے.


دا ځکه وشو چې د اِبراهيم برکت د عيسىٰ مسيح په وسيله غېر‌يهوديانو ته هم ور ورسى، او چې مونږ د ايمان په وسيله د روحُ القُدس هغه وعده حاصله کړُو د کوم چې خُدائ پاک وعده کړې وه.


او اوس چې تاسو د مسيح يئ نو تاسو د اِبراهيم اولاد يئ، او د وعدې په مطابق وارثان يئ.


نو بيا پوهه شئ چې د چا چې په خُدائ پاک ايمان وى، هغوئ د اِبراهيم اولاد دى.


مخکښې تاسو د خُدائ پاک اُمت نۀ وئ خو اوس يئ، مخکښې په تاسو رحمت نۀ وو شوے خو اوس په تاسو رحمت وشو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan