6 نو هغه زر راکوز شو او ډېر په خوشحالۍ يې ورته هرکلے ووئيلو.
تۀ هغه خلقو ته هرکلے وائې څوک چې په خوشحالۍ سره د صداقت کارونه کوى او ستا په لار ځى. ګوره، تۀ مونږ ته غصه وې، خو مونږ ګناه نۀ پرېښودله، چې د ډېرې زمانې نه مونږ په ګناه کښې بوخت يُو، نو څنګه به بچ شُو؟
او کله چې عيسىٰ هغه ځائ ته راورسېدو نو پورته يې وکتل او وې فرمائيل چې، ”اے زکايه، زر راکوز شه. زۀ ضرور نن ستا کور کښې مېلمه کېږم.“
نو خلقو چې دا وليدل نو ټول ځان سره وغورېدل او وې وئيل، ”هغه د يو ګناه ګار سړى کور ته ورغلو چې ورسره مېلمه شى.“
هغوئ په منډه لاړل د مريمې او يوسف پته يې ولګوله او هغه ماشوم يې په اخور کښې پروت وموندلو.
بيا وروستو ليوى په خپل کور کښې د عيسىٰ لويه مېلمستيا وکړله. په دې مېلمنو کښې ګڼ محصولچيان او نور خلق هم شريک وُو.
کله چې هغې ته سره د خاندانه بپتسمه ورکړے شوه نو هغې په مونږ زور واچولو او وې وئيل چې، ”کۀ تاسو ما د مالِک ايمانداره ګڼئ نو راشئ او زما په کور کښې مېلمانۀ شئ.“ او هغې مونږ په پاتې کېدو مجبور کړُو.
هغۀ هغوئ خپل کور ته راوستل او خوراک يې ورته کېښودو او هغه سره د خپله ټوله خاندانه ډېر خوشحاله شو ځکه چې هغوئ په خُدائ پاک ايمان راوړے وو.
چا چې د هغۀ پېغام قبول کړو هغوئ ته بپتسمه ورکړے شوه، او په هغه ورځ تقريباً درې زره کسان د هغوئ د قبيلې سره ملګرى شول.