5 او کله چې عيسىٰ هغه ځائ ته راورسېدو نو پورته يې وکتل او وې فرمائيل چې، ”اے زکايه، زر راکوز شه. زۀ ضرور نن ستا کور کښې مېلمه کېږم.“
تۀ چې هر څۀ کولے شې هغه پوره د زړۀ نه کوه، ځکه چې چرته تۀ روان يې يعنې قبر ته، هلته به نۀ کار وى او نۀ منصوبې، نۀ به عِلم وى او نۀ حِکمت.
نو زۀ په دغه ځائ تېر شوم او ومې ليدلې چې په خپلو وينو کښې دې لتې وهلې، نو کله چې تۀ په وينو کښې ککړ پروت وې نو ما درته وفرمائيل چې ژوندۍ اوسه.
ځکه چې اِبن آدم دې له راغلے دے چې ورک شوى ولټوى او بچ يې کړى.“
هلته زکاۍ نومې يو سړے وو. دے د محصولچيانو سردار او ډېر مالداره وو.
نو هغۀ د خلقو نه وړاندې منډه کړه او يوې ټيټې ونې ته وختلو چې هغه ووينى، ځکه چې عيسىٰ هم په دغه طرف روان وو.
نو هغه زر راکوز شو او ډېر په خوشحالۍ يې ورته هرکلے ووئيلو.
نتنىايل ترېنه تپوس وکړو، ”تا زۀ څنګه وپېژندلم؟“ عيسىٰ ورته جواب ورکړو، ”ما تۀ هغه وخت ليدلے وې چې تۀ لا د اينځر د ونې لاندې وې او فيليپوس لا نۀ وې رابللے.“
عيسىٰ ورته جواب ورکړو، ”څوک چې زما سره مينه کوى، هغوئ به زما په کلام عمل کوى او زما پلار به د هغوئ سره مينه کوى، او زۀ او پلار به هغوئ ته ورشو او د هغوئ سره به اوسو.
مونږ چې د خُدائ پاک په خِدمت کښې شريک يُو، تاسو ته دا مِنت کوُو چې د خُدائ پاک کوم فضل چې تاسو قبول کړے دے، هغه عبث مۀ ګڼئ.
نو چې بيا د ايمان په وسيله مسيح ستاسو په زړونو کښې واوسيږى، او زما دا دُعا ده چې د خُدائ پاک په مينه کښې ستاسو جرړې مضبوطې شى.
د مسافرو د مېلمستيا کولو نه بېپرواه کېږئ مه، ځکه چې د دې په وجه ځينو خلقو د فرښتو مېلمستيا هم کړې ده خو پوهه شوى نۀ دى.
ګوره، زۀ په ور کښې ولاړ يم او ور وهم. او کۀ تۀ آواز اورې او ما ته ور کولاو کړې نو زۀ به درشم او يو بل سره به په شريکه روټۍ وخورو.