43 يو وخت به په تا داسې راشى چې ستا دشمنان به ستا محاصره وکړى، هغوئ به ستا نه چاپير شى او د هرې خوا نه به دې راګېر کړى.
يو وړوکے ښار وو چې آبادى يې لږه وه. يو طاقتور بادشاه په دې باندې حمله وکړه. هغه ښار يې محاصره کړو او په دېوالونو باندې د اوړېدو تيارے يې شروع کړو.
مالِک خُدائ د اسور بادشاه په حقله داسې فرمائيلى دى، هغه به دې ښار ته نۀ ننوځى او نۀ به د دې خِلاف يو غشے وولى. يو فوجى به هم د ډال سره دې ښار ته نزدې رانۀ شى او د دې ګېرچاپېره محاصرې دپاره به د خاورو ډېرى جوړ نۀ کړے شى.
او په هغه اصلى زمکه به د هغې اوسېدونکى په تُورو قتل شى، هغه به ستا خلاف د خاورو ډېرے جوړ کړى، او ستاسو دېوالونو ته به لارې جوړې کړى او خپل ډالونه به ستا خلاف راوچت کړى.
نو بيا د ښار محاصره کېدل په کښې جوړ کړه، ګېرچاپېره ترې نه دېوال جوړ کړه چې يو کس ترې نه نۀ شى تښتېدلے. د دشمن د فوجيانو کېمپ جوړ کړه او دېوال ته د خاورو ډيرى او د قلعې د ماتولو مشينونه تيار کړه.
بادشاه غصه شو، هغۀ د هغه قاتلانو د وژلو دپاره فوج ولېږلو او د هغوئ ښار يې وسوزولو.
او وې فرمائيل، ”کۀ چرې نن ورځ تا ته دا معلومه وے چې کومه د خير لاره ده، خو نه، دا ستا د نظر نه پټه ده.