42 او وې فرمائيل، ”کۀ چرې نن ورځ تا ته دا معلومه وے چې کومه د خير لاره ده، خو نه، دا ستا د نظر نه پټه ده.
نو د دې دپاره هر څوک چې نېکان وى هغوئ دې هم دا اوس دُعا وغواړى له تا نه، بېشکه دوئ ته به ونۀ رسيږى تکليفونه کۀ هم راشى لوئ سېلابونه.
کاش چې زما خلق ما ته غوږ ونيسى، او کۀ چرې بنى اِسرائيل زما په نقش قدم لاړ شى،
داسې خلقو ته هيڅ پته نۀ وى او نۀ په څۀ پوهيږى. د هغوئ په سترګو او زړونو باندې پرده پرته وى، نو په دې وجه نۀ هغوئ څۀ وينى او نۀ په څۀ پوهيږى.
خو کۀ صرف تاسو زما حُکمونو ته پام کړے وے. نو ستاسو امن به لکه د سيند په شان وو، او ستاسو صداقت به د سمندر د چپو په شان وو.
د مالِک خُدائ لټون وکړئ کله چې هغه موندے شئ، هغۀ ته آواز وکړئ کله چې هغه نزدې دے.
کۀ تاسو اوس هم غوږ ونۀ نيسئ، نو زۀ به ستاسو د غرور په وجه پټ پټ وژاړم. زما سترګې به ترخه ژړا وکړى او ډکې به شى او اوښکې به ترې بهيږى. ځکه چې دشمن به د مالِک خُدائ قوم لکه د يوې رمې په شان راګېر کړى او قېدولو له به يې بوځى.
هغوئ ته ووايه چې، زما دې په خپل ذات قسم وى، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، زۀ د بدعمله په مرګ هيڅ نۀ خوشحالېږم، بلکې په دې خوشحالېږم چې هغه ټول غلط کارونه پرېږدى او ژوندے پاتې شى. راوګرځئ، د خپلو بدو لارو نه راوګرځئ. اے بنى اِسرائيلو، نو بيا ولې تاسو مړۀ کېدل غواړئ څۀ؟
هر کله چې هغه نزدې راغلو، ښار يې وليدلو نو هغۀ په دې باندې وژړل،
يو وخت به په تا داسې راشى چې ستا دشمنان به ستا محاصره وکړى، هغوئ به ستا نه چاپير شى او د هرې خوا نه به دې راګېر کړى.
نو تاسو به سره د خپلو بچو يو ځائ په زمکه راګزار کړى او ستا يو کاڼے به هم د بل کاڼى دپاسه پرې نۀ ږدى ځکه چې تاسو د خُدائ د خلاصون هغه مقرر وخت ونۀ پېژندلو.“
تاسو ته د هغه پېغام پته ده چې خُدائ پاک د بنى اِسرائيلو خلقو ته ولېږلو او د عيسىٰ مسيح په وسيله يې د امن زيرے ورکړو، څوک چې د ټولو مالِک دے.
بيا پولوس او برنباس په ډاګه ووئيل چې، ”دا ضرورى وه چې اول دې تاسو بنى اِسرائيلو ته د خُدائ پاک کلام واورولے شى، خو چې تاسو يې نۀ قبلوئ او خپل ځانونه د تل عُمرى ژوندون لائق نۀ ګڼئ، نو اوس مونږ غېريهوديانو ته دعوت ورکوو.
کاش چې هغوئ هوښيار وے او په دې باندې پوهېدلے، کاش چې هغوئ په خپل اَنجام باندې پوهه شوى وے.
کاش چې هغوئ همېشه صِرف هم دغه شان احساس لرلے. کاش چې هغوئ همېشه زما درناوے کولے او زما ټول حُکمونه يې منلے، نو چې د هغوئ او د هغوئ د اولاد به همېشه دپاره هر څۀ سم وے.
بلکې هره ورځ يو بل له خبردارے ورکوئ، ترڅو چې نن ورځ ده نو چې په تاسو کښې څوک د ګناه د فريب په وجه سخت زړۀ نۀ شى.
لکه چې صحيفې فرمائى چې، ”کۀ تاسو نن ورځ د هغۀ آواز واورئ، نو خپل زړونه مۀ سختوئ لکه چې تاسو د بغاوت په وخت کښې کړى وُو.“
په دې وجه څنګه چې روحُ القُدس فرمائى چې، ”کۀ تاسو نن ورځ د هغۀ آواز واورئ،