Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 19:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 نو هغۀ د خلقو نه وړاندې منډه کړه او يوې ټيټې ونې ته وختلو چې هغه ووينى، ځکه چې عيسىٰ هم په دغه طرف روان وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 19:4
11 Iomraidhean Croise  

د هغۀ په بادشاهۍ کښې سپين زر په يروشلم کښې د کاڼو په شان عام وُو او دِيار د يهوداه غرونو په لمن کښې د چِنار په شان ډېر تېر وُو.


د هغۀ د بادشاهۍ په دوران کښې سپين زر او سرۀ زر په يروشلم کښې د کاڼو په شان عام شول او دِيار دومره زيات وُو لکه چې د غرونو په لمنو کښې بې‌شمېره چنارونه وى.


د هغۀ د بادشاهۍ په دوران کښې سپين زر په يروشلم کښې د کاڼو په شان عام وُو او دِيار د يهوداه د غرونو په لمن کښې د عام چِنار په شان ډېر تېر وُو.


هغۀ د دوئ د انګورو باغونه په ږلۍ سره تباه کړل، او د دوئ اينځران يې ټول ږلۍ سره تباه کړل.


”زمونږ د خښتو عمارتونه راغورزېدلى دى، خو مونږ به دا بيا د تراشلے شوو کاڼو نه جوړ کړُو. د چِنار ونې راماتې شوې دى، خو مونږ به د دې په ځائ د دِيار ښائسته ونې ولګوو.“


خو عاموس امصياه ته جواب ورکړو، ”نۀ زۀ پېغمبر يم او نۀ د پېغمبر زوئ يم، زۀ صرف يو شپون يم او د اينځر د ونو خيال هم ساتم.


نو مالِک ورته جواب ورکړو، ”کۀ چرې ستاسو ايمان د شړشمو د دانې هومره هم وى نو کۀ تاسو د تُوت دې ونې ته ووايئ چې د بېخه ووځه او په سمندر کښې لاهو شه، نو دا به ستاسو حُکم ومنى.


د هغۀ دا تلوسه وه چې عيسىٰ به څنګه سړے وى، خو په قد مندرے وو او د ګڼو خلقو له وجې يې هغه ليدلے نۀ شو.


او کله چې عيسىٰ هغه ځائ ته راورسېدو نو پورته يې وکتل او وې فرمائيل چې، ”اے زکايه، زر راکوز شه. زۀ ضرور نن ستا کور کښې مېلمه کېږم.“


خو ګڼه دومره زياته وه چې هيڅ لاره يې ونۀ موندله. نو هغوئ پاس وختل او بره د چت نه يې چَوکې اخوا کړې او سورے وکړو او په بستره کښې يې راښکته کړو او د خلقو په مينځ کښې يې د عيسىٰ په مخکښې کېښودو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan