39 ځينو فريسيانو په دې ګڼه کښې عيسىٰ ته ووئيل، ”اُستاذه، خپلو مريدانو ته ووايه چې غلى شى.“
اے مالِکه خُدايه، ستا لاس هغوئ ته سزا ورکولو دپاره اوچت شوے دے خو هغوئ هيڅ غور نۀ کوى، او هغوئ چې ستا قوم دپاره ستا غېرت ته وګورى نو وبه شرميږى. او بيا به تۀ سور اور په خپلو دشمنانو نازل کړې.
هيروديس بيا د ستورو عِلم لرونکى په پړده کښې راوبلل او د ستورى د راختو وخت يې ترې معلوم کړو.
خو په تاسو دې افسوس وى، اے د شرعې عالمانو، فريسيانو ځکه چې سخته سزا ستاسو دپاره مقرر شوې ده. اے مُنافقانو، ځکه چې تاسو د آسمان د بادشاهۍ دروازې د خلقو دپاره بندوئ. او تاسو نۀ په خپله په کښې ورننوځئ او نۀ ورته نور خلق پرېږدئ.
نو مشرانو اِمامانو دا منصوبه جوړه کړه چې لعزر هم مړ کړئ،
بيا فريسيانو يو بل ته ووئيل، ”تاسو ګورئ چې مونږ هيڅ نۀ شُو کولے، وګورئ، ټوله دُنيا په هغۀ پسې روانه ده.“
يا تاسو دا ګڼئ چې مقدس کِتاب بېفائدې وائى چې، ”خُدائ پاک چې کوم روح زمونږ په زړُونو کښې اچولے دے، هغه د حسد خواهش ساتى څۀ؟“