38 ”مبارک دے هغه راتلونکے بادشاه چې د مالِک خُدائ په نامه راځى. سلامتى دې وى په آسمان کښې او جلال دې وى په اوچت آسمان کښې.“
ډېره خوشحالى وکړه، اے صيون لورې. د خوشحالۍ نه چغې ووهه، د يروشلم لورې. وګورئ، ستاسو بادشاه تاسو ته راروان دے، هغه صادق او خلاصونکے دے، هغه حليم او په خرۀ سور دے، په کوچاڼى يعنې په کوچى باندې.
او وئيل يې چې، ”هغه د يهوديانو بادشاه کېدونکے ماشوم چې پېدا شوے دے چرته دے؟ ځکه چې مونږ د نمرخاتۀ نه د هغۀ ستورے په راختو ليدلے دے او د هغۀ عبادت کولو له راغلى يُو.“
او بيا کومه ډله چې ورنه وړاندې وروستو روانه وه هغوئ ټولو دا چغې وهلې، ”مبارک دې وى د داؤد د زوئ. مبارک دے هغه څوک چې د مالِک خُدائ په نامه راځى. په آسمان کښې دې په هغۀ مبارکى وى.“
بيا به بادشاه د ښى لاس خلقو ته ووائى چې راځئ زما د پلار بختورو خلقو، د بادشاهۍ وارثان شئ چې د دُنيا د پېدايښت راسې تاسو له جوړه شوې وه په هغې کښې ورداخل شئ.
خو بادشاه به جواب ورکړى، زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې تاسو زما په وروڼو کښې د عاجز نه عاجز يو کس سره هم چې څۀ کړى دى نو زما دپاره مو کړى دى.
وګوره، ستا کور تا ته وران ويجاړ پاتې کيږى او زۀ تا ته دا وايم چې تۀ به ما تر هغې په سترګو ونۀ وينې ترڅو چې تۀ دا ونۀ وائې چې، بختور دے هغه څوک چې د مالِک خُدائ په نوم راځى.“
په دې وجه کله نه چې مونږ د ايمان په وسيله صادق کړے شُو نو د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله د خُدائ پاک سره زمونږ صُلح ده،
نو بيا چې مونږ په مسيح اول ايمان راوړے وو نو د خُدائ پاک مقصد دا وو چې د هغۀ د ستائنې او جلال سبب شُو.
ترڅو چې مونږ د هغۀ د جلالى فضل ثناء ووايو کوم چې هغۀ مونږ ته په خپل محبوب زوئ کښې وړيا رابخښلې ده.
په دې هر څۀ کښې د خُدائ پاک مقصد دا وو چې د جماعت په وسيله خپل هر قسمه حکمت هغه ناليدونکو حاکمانو او د واک خاوندانو ته چې په آسمانى ځايونو کښې دى ښکاره کړى.
هغۀ ته دې په جماعت کښې او په عيسىٰ مسيح کښې د تل دپاره نسل در نسل جلال وى. آمين.
او د هغۀ په وسيله خُدائ پاک راضى شو چې هر څۀ د ځان سره پخلا کړى هغه کۀ په زمکه وى او کۀ په آسمان کښې او هغۀ د مسيح د وينې په وسيله امن راوستو چې په سولۍ تويه شوې ده.
اوس دې د ازلى بادشاه، يعنې د ابدى او ناليدلى واحد خُدائ پاک عزت او جلال تل تر تله وى. آمين.
هغوئ ته وئيلے شوى وُو چې د هغوئ زيرے د هغوئ د خپل ځان دپاره نۀ وو بلکې ستاسو دپاره وو. نو اوس دا زيرے تاسو ته د هغه چا په وسيله چې د روحُ القُدس په طاقت سره چې د آسمان نه نازل شوے دے بيان شو. دا داسې عجيبه خبرې دى چې فرښتې هم په ليوالتيا سره د دې د کېدو خواهش کوى.