Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 19:37 - Pakistani Yousafzai Pashto

37 اوس څۀ وخت چې هغه د زيتُونو د غرۀ نه مخ په کوزېدو وو نو ټولو ملګرو او مريدانو يې په هغه ټولو عجيبه معجزو چې هغوئ ليدلى وې د خُدائ پاک ثنا ووئيله.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 19:37
20 Iomraidhean Croise  

نو داسې ټول بنى اِسرائيليان د لوظ صندوق سره يروشلم ته روان وُو. او د خوشحالۍ نه يې چغې وهلې، د بيګلو، ښکرو، چمټو او بينجو د موسيقۍ آوازونه وُو.


حزقياه بادشاه او خلق خوشحاله وُو، ځکه چې خُدائ پاک د هغوئ مدد کړے وو چې هر څۀ زر زر وشى.


هغوئ يروشلم ته نزدې شول او کله چې دوئ د زيتُونو په غر کښې د بيتِ‌فګے کلى ته ورسېدل نو عيسىٰ دوه مريدان د دې هداياتو سره ورولېږل چې،


او هر کله چې عيسىٰ د زيتُونو په غرۀ د خُدائ کور ته مخامخ ناست وو نو پطروس، يعقوب، يوحنا او اندرياس ترې ځانله تپوس وکړو،


د حمد وئيلو نه پس دوئ د زيتُونو غرۀ ته لاړل.


نو سمدستى هغه بينا شو او په هغۀ پسې روان شو. او د خُدائ پاک ثنا يې وئيله. او ټولو خلقو چې دا ننداره وليده نو د خُدائ پاک ثنا يې ووئيله.


بيا بل نوکر راغلو او وې وئيل، مالِکه، دا ستا د سرو زرو سيکه ده. ما دا په رومال کښې انغښتې وه او سمباله کړې مې وه.


هر کله چې هغه بيتِ‌فګے او بيتِ‌عنياه ته ورنزدې شو کوم چې د زيتُونو په غرۀ ودان دى نو هغۀ دوه مريدان د دې هداياتو سره ولېږل چې،


کله چې هغه په لاره تېرېدو نو خلقو ورته په لار کښې خپلې جامې غوړولې.


په هغه ټولو خلقو باندې زبردسته يره خوره شوله او هغوئ ټولو د خُدائ پاک ثنا ووئيله او وې وئيل چې، ”زمونږ په مينځ کښې يو لوئ نبى راښکاره شوے دے او خُدائ پاک د خپلو خلقو د مدد دپاره راغلے دے.“


هم دغه وجه وه چې ډېر خلق د هغۀ سره مِلاوېدو له ورغلل، ځکه چې هغوئ اورېدلى وُو چې هم هغۀ دا معجزه کړې ده.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan