30 ”دې مخامخ کلى ته ورشئ نو چې څنګه ورننوځئ نو تاسو به يو کوچاڼے تړلے ومومئ چې تر اوسه پرې هيچا لا سورلى نۀ ده کړې. هغه پرانيزئ او دلته يې راولئ.
”دې مخامخ کلى ته ورشئ نو تاسو به يوه خره تړلې ومومئ چې خپل کوچاڼے به ورسره وى. هغه پرانيزئ او ما له يې راولئ.
هر کله چې هغه بيتِفګے او بيتِعنياه ته ورنزدې شو کوم چې د زيتُونو په غرۀ ودان دى نو هغۀ دوه مريدان د دې هداياتو سره ولېږل چې،
او کۀ څوک درنه دا تپوس وکړى چې تاسو دا کوچاڼے ولې پرانيزئ نو ورته ووايئ چې زمونږ د مالِک په کار دے.“
دواړه په مخه لاړل او هم هغه شان يې وموندل لکه چې عيسىٰ ورته فرمائيلى وُو.
ما تاسو ته اوس د دې د پېښېدو نه مخکښې دا وفرمائيل نو چې کله دا پېښ شى نو تاسو به ايمان راوړئ.