29 هر کله چې هغه بيتِفګے او بيتِعنياه ته ورنزدې شو کوم چې د زيتُونو په غرۀ ودان دى نو هغۀ دوه مريدان د دې هداياتو سره ولېږل چې،
په هغه ورځ به د هغۀ پښې د زيتُونو په غر د يروشلم مشرق طرف ته ودريږى. او د زيتُونو غر به د مشرق نه تر مغرب پورې په مينځ نيم شى، يوه لويه وادى به جوړه شى، دا غر به نيم د شمال طرف ته او نيم د جنوب طرف ته وښويږى.
بيا د دوئ نه رُخصت شو او د ښار نه بهر بيتِعنياه ته لاړو او هلته يې شپه تيره کړه.
”دې مخامخ کلى ته ورشئ نو چې څنګه ورننوځئ نو تاسو به يو کوچاڼے تړلے ومومئ چې تر اوسه پرې هيچا لا سورلى نۀ ده کړې. هغه پرانيزئ او دلته يې راولئ.
اوس څۀ وخت چې هغه د زيتُونو د غرۀ نه مخ په کوزېدو وو نو ټولو ملګرو او مريدانو يې په هغه ټولو عجيبه معجزو چې هغوئ ليدلى وې د خُدائ پاک ثنا ووئيله.
عيسىٰ دا ورځې د خُدائ په کور کښې په تعليم ورکولو تېرولې او بيا به هغه د شپې تېرولو دپاره د زيتُونو غرۀ ته تلو.
بيا عيسىٰ بهر ووتو او د خپل دستور په مطابق د زيتُونو غر ته لاړو او مريدان هم ورسره وُو.
بيا عيسىٰ هغوئ بهر د بيتِعنياه پورې بوتلل او خپل لاسونه يې اوچت کړل او هغوئ له يې برکت ورکړو.
بيا هغوئ د زيتُونو د غرۀ نه يروشلم ته واپس شول کوم چې يروشلم ته نزدې دے او د يروشلم نه تقريباً يو کيلوميټر لرې وو.