28 د دې خبرو کولو نه پس عيسىٰ خپلو مريدانو نه مخکښې يروشلم ته روان وو.
عيسىٰ ورته جواب ورکړو چې، ”يو سړے د يروشلم نه يريحو ته روان وو چې په لاره ډاکوانو ګېر کړو، جامې يې ترې وويستلې، وې وهلو او مرګى حال يې پرېښودلو او ترېنه لاړل.
زۀ به د يوې سختې بپتسمې نه تېرېږم او د هغې د پوره کېدو پورې به په ما دروند بار وى.
عيسىٰ دولس مريدان ځان له کړل او ورته يې وفرمائيل، ”مونږ اوس يروشلم ته ځو او د اِبن آدم په حق کښې هر څۀ چې د نبيانو په وسيله ليکلے شوى دى، هغه به پوره شى.
هر کله چې هغه وخت رانزدې شو چې عيسىٰ پاس آسمان ته وخېژولے شى نو هغۀ يروشلم ته د تلو پوخ نيت وکړو.
عيسىٰ پطروس ته وفرمائيل چې، ”خپله تُوره واپس په تيکى کښې کېږده. ولې زۀ هغه پياله ونۀ څښم چې پلار ما ته راکړې ده؟“
او عيسىٰ چې د ايمان بانى او کاملونکے دے هغۀ ته وګورو چا چې د خوشحالۍ حاصلولو دپاره د سولۍ مرګ وزغملو او د دې په بېعزتۍ ونۀ شرمېدلو او د خُدائ پاک د تخت په ښى لاس کښېناستو.
نو بيا چې مسيح په جسمانى توګه مصيبت وزغملو نو تاسو هم د مسيح غوندې طبيعت خپل کړئ، ځکه چا چې درد او مصيبت وزغملو هغه د ګناه د قبضې نه آزاد شو،