23 نو بيا تا ولې زما د سرو زرو سيکه د صرافانو سره نۀ ده اېښې چې بيا ما په واپسۍ کښې سره د ګټې اخستے وے.
نو بيا تا ته پکار وُو چې زما پېسې دې صرافانو له ورکړے وے، نو په واپسۍ به ما هغه مال د ګټې سره حاصل کړے وو.
هغۀ جواب ورکړو، اے بد تميزه. زۀ به هم ستا په خولۀ تا سره اِنصاف وکړم. تا ته دا معلومه وه چې زۀ يو سخت سړے يم او هغه څۀ حاصلوم چې کوم ما نۀ وى ورکړى او هغه څۀ رېبم چې کوم ما نۀ وى کَرلى؟
هغۀ حاضرينو ته مخ راواړولو او وې وئيل چې، دغه د سرو زرو سيکه د دۀ نه واخلئ او هغۀ له يې ورکړئ چې د چا سره چې لس دى.