22 هغۀ جواب ورکړو، اے بد تميزه. زۀ به هم ستا په خولۀ تا سره اِنصاف وکړم. تا ته دا معلومه وه چې زۀ يو سخت سړے يم او هغه څۀ حاصلوم چې کوم ما نۀ وى ورکړى او هغه څۀ رېبم چې کوم ما نۀ وى کَرلى؟
او داؤد هغه عماليقى ته وفرمائيل، ”خُون دې د خپلې غاړې دے. تا په خپله د ځان سره دا بد وکړل چې تا دا خبره وکړه چې تا د مالِک خُدائ خوښ کړے شوے بادشاه ووژلو.“
ځکه چې تاسو به په خپلو خبرو سره صادق يا ګناه ګار ثابت شئ.“
بادشاه ورته ووئيل چې زما ملګريه، تۀ د وادۀ د جامو نه بغېر دلته څنګه راغلې؟ هغۀ سره هيڅ جواب نۀ وو.
زۀ ستا نه يرېدم ځکه چې تۀ يو ظالم سړے يې. هغه څۀ اخلى څۀ چې ستا نۀ وى او هغه څۀ رېبى کوم چې تا کَرلى نۀ وى.
نو بيا تا ولې زما د سرو زرو سيکه د صرافانو سره نۀ ده اېښې چې بيا ما په واپسۍ کښې سره د ګټې اخستے وے.
اوس مونږ په دې پوهيږو چې شريعت د هغه خلقو دپاره دے چا ته چې هغه ورکړے شوے دے، د شريعت مقصد صرف دا دے چې څوک بهانه نۀ شى کولے. شريعت مونږ ته دا راپه ګوته کوى چې ټوله دُنيا به د خُدائ پاک په حضور کښې حساب کِتاب ورکوى.