20 بيا بل نوکر راغلو او وې وئيل، مالِکه، دا ستا د سرو زرو سيکه ده. ما دا په رومال کښې انغښتې وه او سمباله کړې مې وه.
بيا هغه څوک راغلو چا ته چې يوه تيلۍ ورکړے شوې وه او وې وئيل، مالِکه، ما ته پته وه چې تۀ يو سخت سړے يې، تۀ يې هلته رېبې چرته چې دې کَرلى نۀ وى، او هلته يې راټولوې چرته چې دې تخم نوستلے نۀ وى.
خو اول هغۀ خپل لس نوکران راوبلل او هر يو ته يې په دې وينا د سرو زرو يوه يوه سيکه ورکړه چې دوئ پرې سوداګرى کوى ترڅو چې زۀ راواپس نۀ شم.
او هغۀ ته يې ووئيل چې، تۀ هم د پينځو ښارونو حاکِم شوې.
زۀ ستا نه يرېدم ځکه چې تۀ يو ظالم سړے يې. هغه څۀ اخلى څۀ چې ستا نۀ وى او هغه څۀ رېبى کوم چې تا کَرلى نۀ وى.
اوس هم د ونو جرړو ته تبر نيولے شوے دے او هره هغه ونه چې ښۀ مېوه نۀ نيسى هغه به پرې کړے شى او د اور لمبو ته به اچولے شى.“
تاسو ما ته ولې مالِک مالِک وايئ او هغه کار هيڅکله هم نۀ کوئ چې زۀ يې درته وايم؟
نو مړ سړے بهر راووتو، د هغۀ لاس او پښې د کتان په کفن کښې تړلے شوى وُو او مخ يې په ټوکى کښې انغښتے شوے وو. عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”د دۀ نه کفن لرې کړئ او پرې يې ږدئ چې ځى.“
او هغه رومال چې د عيسىٰ سر يې پرې تړلے وو د کتان د کفن سره نۀ وو بلکې ځان له جدا انغښتے شوے په يو بل ځائ کښې پروت وو.
نو بيا کۀ څوک په ښۀ کولو پوهيږى او نۀ يې کوى، نو هغه ګناه کوى.