16 وړومبے راغے او وې وئيل، صاحبه، ستا د سرو زرو سيکې لس نورې ګټلى دى.
خو اول هغۀ خپل لس نوکران راوبلل او هر يو ته يې په دې وينا د سرو زرو يوه يوه سيکه ورکړه چې دوئ پرې سوداګرى کوى ترڅو چې زۀ راواپس نۀ شم.
خو بيا هم هغه د بادشاه په حيثيت واپس راغلو او کومو نوکرانو ته چې يې پېسې ورکړې وې هغوئ ته يې سوال جواب ولېږلو چې دا معلومه کړى چې په دوئ کښې هر يو څومره ګټه کړې ده.
هغۀ جواب ورکړو، شاباش، تۀ ډېر ښۀ نوکر يې. ځکه چې تا په لږو کښې خپل ځان ايمانداره ثابت کړو، تۀ د لسو ښارونو حاکِم شوې.
خو زۀ چې هر څۀ يم هغه د خُدائ پاک په فضل يم، او هغه فضل چې په ما وشو هغه بېفائدې نۀ وو. په حقيقت کښې ما د هغوئ ټولو نه زياته خوارى کړې ده. اګر کۀ دا ما ونۀ کړه بلکې د خُدائ پاک په هغه فضل وشوه چې په ما دے.