13 خو اول هغۀ خپل لس نوکران راوبلل او هر يو ته يې په دې وينا د سرو زرو يوه يوه سيکه ورکړه چې دوئ پرې سوداګرى کوى ترڅو چې زۀ راواپس نۀ شم.
چا ته چې پينځۀ تيلۍ ورکړے شوې وې هغه سمدستى لاړو او سوداګرى يې پرې شروع کړه او پينځۀ تيلۍ يې پرې نورې وګټلې.
چا له چې يې د سرو زرو پينځۀ تيلۍ ورکړې وې، هغه راغلو او پينځۀ نورې يې ورسره کېښودې او ورته يې ووئيل چې ګوره مالِکه، تا ما له پينځۀ تيلۍ راکړې وې، ما ورسره پينځۀ نورې وګټلې.
بيا د دوو تيلو هغه کس راغلو او وې وئيل، مالِکه، تا ما ته دوه تيلۍ سپارلې وې، ګوره، ما ورسره دوه نورې وګټلې.
بيا هغه څوک راغلو چا ته چې يوه تيلۍ ورکړے شوې وه او وې وئيل، مالِکه، ما ته پته وه چې تۀ يو سخت سړے يې، تۀ يې هلته رېبې چرته چې دې کَرلى نۀ وى، او هلته يې راټولوې چرته چې دې تخم نوستلے نۀ وى.
هغۀ وفرمائيل، ”د يو لوئ خاندان يو سړے په اوږد سفر يو بل مُلک ته لاړو د دې دپاره چې هغه بادشاهت حاصل کړى او بيا واپس راشى.
خو د خپل مُلک خلقو ورسره کينه کوله او په هغۀ پسې يې يوه جرګه ولېږله چې، مونږ دا سړے خپل بادشاه کېدل نۀ غواړو.
کۀ څوک زما خِدمت کوى هغه دې ما پسې راځى، او چرته چې زۀ يم هلته به زما خادِم هم وى. هر څوک چې زما خِدمت کوى، هغۀ له به زما پلار عزت ورکړى.
ولې زۀ اوس د بنى آدم د راضى کولو کوشش کوم يا د خُدائ پاک؟ يا ولې زۀ د خلقو د خوشحالولو پسې ګرځم؟ کۀ چرې ما تر اوسه پورې خلق خوشحالول نو بيا به زۀ د مسيح غلام نۀ وم.
د خُدائ پاک او د مالِک عيسىٰ مسيح غلام د يعقوب د طرفه دې هغه دولسو واړو قبيلو ته چې په مختلفو قومونو کښې خوارۀ وارۀ شوى دى، هغوئ ټولو ته دې سلام وى.
د شمعون پطروس د طرف نه چې د عيسىٰ مسيح غلام او رسول دے، د هغه خلقو په نوم چې زمونږ د خُدائ پاک او د خلاصوونکى عيسىٰ مسيح په صداقت کښې يې زمونږ په شان قيمتى ايمان موندلے دے.