11 د هغوئ لا دې ته غوږ وو چې عيسىٰ ورته يو مِثال ووئيلو ځکه چې هغه اوس يروشلم ته رانزدې وو او د هغوئ دا ګُمان وو چې د خُدائ پاک بادشاهى اوس زر په ښکاره کېدو ده.
فريسيانو د عيسىٰ نه تپوس وکړو چې، ”د خُدائ پاک بادشاهى به کله راځى؟“ هغۀ وفرمائيل چې، ”تاسو د نښو په ليدلو دا نۀ شئ وئيلے چې د خُدائ پاک بادشاهى به کله راځى.
هر کله چې هغه وخت رانزدې شو چې عيسىٰ پاس آسمان ته وخېژولے شى نو هغۀ يروشلم ته د تلو پوخ نيت وکړو.
نو کله چې هغوئ يو ځائ راجمع وُو هغوئ د هغۀ نه تپوس وکړو چې، ”مالِکه، ولې دا هغه وخت دے چې تۀ به د بنى اِسرائيلو بادشاهى بيا قائمه کړې؟“