5 خو اوس دا کونډه زما دپاره داسې بلا جوړه شوې ده او زۀ به د دې حق دې له ورکړم، هسې نۀ چې په بار بار راتلو ما تر پوزې راولى.“
هغوئ څلور ځلې ما له هم دغه پېغام رالېږلو او هر ځل ما هغوئ له هم دغه جواب ورولېږلو.
خو هغۀ هيڅ جواب ورنۀ کړو. د هغۀ مريدان راغلل او زارى يې وکړه چې، ”دا ښځه لرې کړه ځکه چې په مونږ پسې بېواره چغې وهى.“
خو زۀ تاسو ته وايم، کۀ چرې د دوستۍ په وجه درله څۀ درنۀ کړى خو ستا د زيات مِنت کولو په وجه به هغه راپاڅى او تا له به هر څۀ درکړى.
او هم په دغه ښار کښې يوه کونډه وه چې هغه به بيا بيا هغۀ له راتله او ورته به يې وئيل چې زما د مخالفينو او زما تر مينځه اِنصاف وکړه.
مخکښې چې کوم خلق روان وُو، هغوئ ورته په سخته ووئيل چې، ”چپ شه.“ خو هغۀ چغې لا نورې هم زياتې کړې چې، ”اے د داؤد زويه. په ما رحم وکړه.“
بلکې زۀ په خپل بدن تکليف تېروم او خپل غلام يې جوړوم، هسې نه چې زۀ نورو ته زيرے ورکوم او په خپله ترې محرومه شم.
هغې به هره ورځ د هغۀ نه تپوس کولو. هغې هغه دومره تنګ کړے وو چې پوزې له ترې راغلو.