39 مخکښې چې کوم خلق روان وُو، هغوئ ورته په سخته ووئيل چې، ”چپ شه.“ خو هغۀ چغې لا نورې هم زياتې کړې چې، ”اے د داؤد زويه. په ما رحم وکړه.“
اے مالِکه خُدايه، زۀ تا ته سوال زارى کومه ما له زر راشه، زما آواز اوره کله چې زۀ درته سوال کوم.
وغواړئ نو تاسو له به درکړے شى، ولټوئ نو تاسو به يې ومومئ، ور وټکوئ نو درته به کولاو کړے شى.
هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو ولې دومره يرېږئ، ستاسو ايمان څومره کمزورے دے؟“ بيا هغه ودرېدو، طوفان او د اوبو چپې يې ورټلې نو په هغه ساعت قلاره قلارې شوه.
کله چې عيسىٰ وړاندې لاړو نو دوه ړاندۀ ورپسې شول او دا چغې يې وهلې، ”اے د داؤد زويه، په مونږ رحم وکړه.“
اے د شرعې عالمانو، په تاسو دې افسوس وى. ځکه چې تاسو د عِلم کُنجيانې قبضه کړې دى، تاسو په خپله هم په کښې داخل نۀ شوئ او څوک چې داخلېدل هغوئ مو هم پرې نۀ ښودل.“
بيا عيسىٰ مريدانو ته يو مِثال ووئيلو، او ورته يې دا وښودل چې هغوئ دې ضرور بار بار دُعا غواړى او زړۀ دې نۀ بائيلى.
خلقو عيسىٰ له خپل ماشومان راوستل چې د برکت دپاره لاس پرې کېږدى. کله چې مريدانو دوئ وليدل نو وې رټل.
نو هغۀ چغې کړې، ”اے عيسىٰ د داؤد زويه، په ما رحم وکړه.“
عيسىٰ ودرېدلو او خلقو له يې حُکم ورکړو چې، ”دے ما له راولئ.“ کله چې هغه نزدې راغے نو تپوس يې ترې وکړو،
ځينو فريسيانو په دې ګڼه کښې عيسىٰ ته ووئيل، ”اُستاذه، خپلو مريدانو ته ووايه چې غلى شى.“
هغۀ لا دا خبرې کولې چې د عبادتخانې د مشر د کور نه څوک راغلو چې خبر ورکړى چې، ”ستا لور مړه شوه او اُستاذ نور مۀ په تکليف کوه.“
د دې په حقله ما مالِک ته درې ځله سوال زارى وکړه چې دا تکليف زما نه لرې کړى.