33 هغوئ به يې په کوړو ووهى او مړ به يې کړى او په درېمه ورځ به هغه بيا ژوندے راپاڅى.“
د هغه وخت نه عيسىٰ خپلو مريدانو ته دا خبره څرګنده کړه چې، ”هغه به ضرور يروشلم ته لاړ شى او د مشرانو او د مشرانو اِمامانو او د شرعې د عالمانو د لاسه به ډيرې سختۍ وزغمى، او هغه به ووژلے شى او په درېمه ورځ به بيا راژوندے شى.“
او وې وئيل چې، ”صاحبه، مونږ ته ياد دى چې هغه فريبى چې لا ژوندے وو نو وئيلى يې وُو چې زۀ به په درېمه ورځ پورته کړے شم.
هغه به غېريهوديانو ته حواله کړے شى، هغوئ به په هغۀ پورې ټوقې وکړى او بد سلوکى به ورسره وکړى او توکاڼې به پرې وتوکى.
خو هغوئ په دې هيڅ ونۀ رسېدل او څۀ چې وئيلے شوى وُو، مطلب يې د هغوئ نه پټ وو ځکه چې هغوئ يې په مطلب نۀ پوهېدل.
خو زمونږ دا طمع وه چې هم دے به بنى اِسرائيلو له خلاصون ورکوى. خو نن درېمه ورځ ده چې دا واقعه شوې ده.
چې، اِبن آدم به ضرور د ګناهګارو سړو لاسونو ته حواله شى او په سولۍ به کړے شى او په درېمه ورځ به بيا ژوندے پاڅى.“