د دې دوه شپېتۀ وارې اووۀ کاله نه وروستو به مسح کړے شوے کس قتل کړے شى او هغۀ سره به څۀ نۀ وى. نو په هغه وخت کښې به بيا بل حکمران راوچت شى د چا لښکرې به چې دا ښار او د خُدائ کور تباه کړى. د دې خاتمه به لکه د سېلاب راشى، او د جنګ او د هغې بدبختى به د آخر پورې جارى وى، او د هغې تباهۍ حکم جارى شوے دے.
اے تُورې، زما د شپونکى خلاف راپاڅه، د هغه سړى خلاف چې زما ملګرے دے.“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ”زۀ به شپون ووهم، او ګډې به يې خورې ورې شى، او زۀ به خپل لاس د هغوئ خلاف اوږد کړم چې واړۀ دى.
د هغه وخت نه عيسىٰ خپلو مريدانو ته دا خبره څرګنده کړه چې، ”هغه به ضرور يروشلم ته لاړ شى او د مشرانو او د مشرانو اِمامانو او د شرعې د عالمانو د لاسه به ډيرې سختۍ وزغمى، او هغه به ووژلے شى او په درېمه ورځ به بيا راژوندے شى.“
او هغۀ وفرمائيل چې، ”اِبن آدم به خامخا ډيرې سختۍ وزغمى او مشران، مشران اِمامان او د شرعې عالمان به يې رد کړى، او هغه به ووژلے شى، او په درېمه ورځ به راژوندے شى.“