30 نو هغه به په دې دُنيا کښې په څو چنده ومومى او په آخر کښې به د تل ژوندون بيا مومى.“
نو کله چې ايُوب د خپلو ملګرو دپاره دُعا وکړه نو خُدائ پاک هغۀ له بيا برکت ورکړو، او چې ايُوب مخکښې څۀ لرل نو مالِک خُدائ هغۀ له د هغې يو په دوه نور هم زيات ورکړل.
ستا کلام زما دپاره څومره خوږ دے زما د خولې دپاره د شاتو نه ډېر خوږ دے
ستا حُکمونه مې د تل دپاره ميراث دے دا زما د زړۀ خوشحالى ده
ځکه زۀ ستا د حُکمونو سره مينه کومه د سرو زرو نه زياته او د خالص سرو زرو نه زياته
زۀ ستا په وعدو کښې خوشحالى کومه لکه څوک چې پېدا کړى لويه خزانه
ستا د خولې خبره زما دپاره ډېر اهميت لرى په زرګونو د سپينو او سرو زرو سيکو نه.
د يو صادق چې لږ مال او دولت وى، د بدعملو د ډېر دولت نه به قيمتى وى.
هر څوک چې د اِبن آدم خلاف څۀ وائى هغه به وبخښلے شى، خو هر هغه څوک چې د روحُ القُدس په خلاف خبرې کوى هغه به نۀ په دې دُنيا کښې او نۀ په بله دُنيا کښې وبخښلے شى.
د هغۀ آوازه په ټول شام کښې خوره شوه او د هر رنځ بيماران چې په عذاب آخته وُو، يعنې هغوئ چې پيريانو نيولى وُو، ميرګو نيولى او شل يې ورله راوستل نو هغۀ روغ کړل.
ځکه چې د جسمانى تربيت فائده شته خو د ديندارۍ تربيت حاصلول د دې نه ښۀ دى ځکه چې په اوسنى او راتلونکى ژوندون کښې به د دې دواړو فائده وى.
يقيناً چې د قناعت سره ديندارۍ کښې لويه ګټه ده،
د راتلونکو زحمتونو نه مۀ يرېږه. خبردار شئ اِبليس به تاسو نه ځينې قېدخانو ته واچوى نو چې تاسو وآزمائيلے شئ او تر لسو ورځو پورې به په تاسو زحمتونه وى. خو تر مرګه پورې وفادار اوسئ او زۀ به د ژوندون تاج در په سر کړم.
د چا چې غوږونه وى، هغه دې واورى چې روحُ القُدس جماعتونو ته څۀ فرمائى. هر هغه څوک چې کامياب شى نو زۀ به هغوئ ته پټ شوى من او يو سپين کاڼے ورکړم او په هغه سپين کاڼى به يو نوے نوم ليکلے شوے وى چې صرف هغه چا ته يې پته ده چا ته چې دا کاڼے ورکړے شوے وى.
هر څوک چې کامياب شى هغه به ما سره په تخت کښېنى، لکه څنګه چې زۀ په خپله کامياب شوم او د خپل پلار سره د هغۀ په تخت کښېناستم.