Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 18:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 او هم په دغه ښار کښې يوه کونډه وه چې هغه به بيا بيا هغۀ له راتله او ورته به يې وئيل چې زما د مخالفينو او زما تر مينځه اِنصاف وکړه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 18:3
13 Iomraidhean Croise  

تا کونډې تش لاس لېږلې دى، او يتيمان دې نااُميده کړى دى.


چې څوک به سخت غمژن وُو نو هغوئ به زما ښۀ وئيل، او زما په وجه به کونډو د خوشحالۍ سندرې وئيلې.


نېکى کول زده کړئ. او ګورئ چې اِنصاف کيږى، د چا سره چې ظلم شوے وى د هغوئ مدد کوئ، يتيمانانو له خپل حقُونه ورکوئ او د کونډو د حق دِفاع کوئ.“


ښۀ خورى او څربه کيږى او د هغوئ د بدو کارونو څۀ حد نشته دے. او نۀ هغوئ د يتيمانانو سره مدد کوى چې ورته هغه څۀ مِلاو شى کوم يې چې حق دے، او نۀ د غريبانانو مدد کوى.


کۀ د چا سره ستا مقدمه وى نو زر ورسره روغه جوړه وکړه، کله چې ورسره عدالت ته په لاره روان يې. هسې نه چې هغه دې قاضى ته پېش کړى او قاضى سپاهى ته، او تۀ قېد شې.


نو هغۀ وفرمائيل چې، ”په يو ښار کښې يو قاضى وو چې نۀ ورسره د خُدائ پاک يره وه او نۀ يې د خلقو پرواه کوله.


ډېره موده هغۀ اِنکار کولو خو آخر يې په زړۀ کښې ووئيل، حقه خو دا ده چې زۀ نۀ خو د خُدائ پاک نه يرېږم او نۀ د خلقو پرواه کوم،


خو اوس دا کونډه زما دپاره داسې بلا جوړه شوې ده او زۀ به د دې حق دې له ورکړم، هسې نۀ چې په بار بار راتلو ما تر پوزې راولى.“


د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې هغه مسافر، يتيمان او کونډې د خپلو حقُونو نه محرومه کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan