Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 18:24 - Pakistani Yousafzai Pashto

24 عيسىٰ چې د هغۀ حالات وليدل نو وې فرمائيل، ”د مالداره دپاره د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې داخلېدل څومره ګران کار دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 18:24
18 Iomraidhean Croise  

د خپل نفس لافې کوى دا بدکاران، په مالِک خُدائ لعنت کوى او د هغۀ نه اِنکار کوى لالچيان.


څوک چې په خپل دولت باندې اعتبار کوى نو هغه به پرېوځى، خو صادقان به د شنو پاڼو په شان تازه وى.


د مالداره دولت د هغوئ دپاره د مضبوط ښار په شان وى او په دې خيال چې دا به د هغوئ د حفاظت يو اوچت دېوال وى.


هسې نه چې زۀ مالداره شم او تا ونۀ پېژنم او ووايم چې، ”مالِک خُدائ څوک دے؟“ او کۀ يا زۀ غريب شم او غلا وکړم، او داسې د مالِک خُدائ د نوم بې‌عزتى وکړم.


اے موجوده نسلونو، د مالِک خُدائ په کلام باندې غور او فکر وکړئ، ولې زۀ د بنى اِسرائيلو دپاره د صحرا او يا د تورې تيارې زمکې په شان وم څۀ؟ نو بيا ولې زما قوم داسې وائى چې اوس دوئ زما نه آزاد شُو، او بيا به هيڅکله ما ته واپس رانۀ شى؟


نو زۀ به د دوئ مشرانو له لاړ شم او هغوئ سره به خبرې وکړم. نو دوئ به ضرور د مالِک خُدائ د لارو او حکمونو نه خبر وى.“ خو افسوس چې دې مشرانو هم د مالِک خُدائ د تابعدارۍ زنځير او جغ مات کړو او د خپلو ځانونو نه يې اخوا کړے وو.


بادشاه ډېر زيات غمژن شو خو د خپلو قسمونو او د مېلمنو په وجه يې دا نۀ غوښتل چې د هغې د خواست نه اِنکار وکړى.


په دې خبرو د حاکِم زړۀ په ډوبېدو شو ځکه چې هغه ډېر مالداره سړے وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan