20 تا ته د شريعت حُکمونه خو معلوم دى، زنا مۀ کوه، قتل مۀ کوه، غلا مۀ کوه، د دروغو ګواهى مۀ کوه او د خپل مور پلار عزت کوه.“
د مالِک خُدائ هداياتو او تعليماتو ته ګورئ. هغه خلق څوک چې د هغۀ د کلام په مطابق پېغام نۀ اوروى نو د هغوئ مستقبل ښۀ نۀ وى.
عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”تۀ ما ته نېک ولې وائې؟ د خُدائ پاک نه بغېر بل هيڅوک نېک نشته.
حاکِم جواب ورکړو چې، ”ما د ځوانۍ نه په دې هر څۀ عمل کړے دے.“
ځکه چې دا حُکمونه دى چې، ”زنا مۀ کوئ، خُون مۀ کوئ، غلا مۀ کوئ، حرص مۀ کوئ،“ او د دې نه علاوه نور چې څۀ حُکمونه دى، د هغې ټولو خُلاصه په دې کښې ده چې، ”د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ.“
ځکه چې يو بنى آدم به هم په شريعت د عمل کولو په وجه د خُدائ پاک په وړاندې صادق نۀ وى ځکه چې د شريعت په وسيله ګناه پېژندلے کيږى.
”د خپل مور او پلار عزت کوئ.“ ځکه چې دا اولنے حُکم دے چې په کښې دا وعده شوې ده چې،
اے بچو، د مور پلار هره خبره منئ ځکه چې په دې مالِک خُدائ خوشحاليږى.