Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 18:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 خو عيسىٰ هغه ماشومان راوبلل او وې فرمائيل، ”ماشومان ما ته راپرېږدئ، دوئ مۀ منع کوئ ځکه چې د خُدائ پاک بادشاهى هم د داسې خلقو ده.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 18:16
14 Iomraidhean Croise  

او چې اِسحاق د اتو ورځو شو، نو اِبراهيم هغه سنت کړو، هم هغه شان چې څنګه خُدائ پاک ورته حُکم ورکړے وو.


د يهوداه ټول سړى، سره د خپلو ښځو او بچو، د مالِک خُدائ په حضور کښې ولاړ وُو.


زۀ به هغوئ ته د زړۀ او د سوچ يووالے ورکړم چې د خپل ځان د خوشحالۍ او د خپل نسل د آبادۍ او سکون دپاره به زما نه همېشه يريږى.


عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”ماشومان ما ته راپرېږدئ، دوئ مۀ منع کوئ ځکه چې د آسمان بادشاهى هم د داسې خلقو ده.“


خلقو عيسىٰ له خپل ماشومان راوستل چې د برکت دپاره لاس پرې کېږدى. کله چې مريدانو دوئ وليدل نو وې رټل.


زۀ تاسو ته رښتيا وايم، هر څوک چې د خُدائ پاک بادشاهى لکه د ماشوم قبوله نۀ کړى، هغوئ به هيڅکله په دې کښې داخل نۀ شى.“


ځکه چې دا وعده ستاسو او ستاسو د اولاد دپاره ده او د هغوئ ټولو دپاره ده څوک چې لرى اوسيږى او د هغوئ ټولو دپاره چې زمونږ مالِک خُدائ پاک ځان ته رابللى دى.“


اے زما وروڼو او خوېندو، په خپله پوهه کښې ماشومان مۀ جوړېږئ، بدۍ ته ماشومان شئ خو په پوهه کښې بالغان شئ.


ځکه چې کوم خاوند ايماندار نۀ وى، نو هغه د ښځې په وجه پاک شى او کومه ښځه چې ايمانداره نۀ وى، نو هغه د ايماندار خاوند په وجه پاکه شى، ګنې ستاسو بچى به ناپاک وُو خو اوس پاک دى.


هم داسې ستاسو ښځې ستاسو بچى، او هغه مسافر چې هغوئ ستاسو سره اوسيږى او لرګى درله پرې کوى او تاسو له اوبۀ راوړى.


سړى، ښځې، ماشومان او مسافر چې ستاسو په ښارونو کښې اوسيږى، دا ټول راوغواړه، چې هغوئ دا واورى او د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک نه يرېدل زده کړى او چې د هغۀ د قانون په ټولو خبرو پوره عمل کوى.


لکه د نوؤ پېدا شوو ماشومانو په شان د خالص روحانى پيو خواهشمند اوسئ نو چې د دې په وسيله تاسو په خلاصون کښې لوئ شئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan