15 خلقو عيسىٰ له خپل ماشومان راوستل چې د برکت دپاره لاس پرې کېږدى. کله چې مريدانو دوئ وليدل نو وې رټل.
خو عيسىٰ هغه ماشومان راوبلل او وې فرمائيل، ”ماشومان ما ته راپرېږدئ، دوئ مۀ منع کوئ ځکه چې د خُدائ پاک بادشاهى هم د داسې خلقو ده.
هر کله چې د هغۀ مريدانو يعقوب او يوحنا دا حال وليدلو نو وې وئيل، ”مالِکه، مونږ د آسمان نه د دې کلى د سوزولو دپاره اور وغواړو څۀ؟“
چې کله هغه د مور د تى نه منعې شو نو هغه يې سيلا ته بوتلو، ورسره يې يو درې کلن سخے، لس کېلو اوړۀ او يوه ډکه مشکيزه د ميو يوړه. او هغې په سيلا کښې د مالِک خُدائ کور ته سموئيل بوتلو اګر چې هغه لا وړوکے ماشوم وو.
چې کله هغوئ سخے حلال کړو نو هغوئ ماشوم عيلى له بوتلو.