Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 18:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 خو محصولچى لرې ولاړ وو او پاس آسمان ته يې نۀ کتل او خپله سينه يې وهله او وئيل يې، اے خُدايه پاکه، په ما رحم وکړه، زۀ ستا ګناه ګار يم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 18:13
45 Iomraidhean Croise  

داؤد وفرمائيل، ”ما د مالِک خُدائ خِلاف ګناه کړې ده.“ ناتن ورته وفرمائيل، ”خو مالِک خُدائ تۀ معاف کړے يې، تۀ به نۀ مرې.


د بادشاه دُعا او د خُدائ پاک د دُعا قبلول او د هغۀ د توبې نه مخکښې د هغه ګناهونو حِساب کِتاب چې هغۀ کړى وُو، هغه بد عملونه چې هغۀ کړى وُو، علاقائى عبادتخانې او د اشيرې بُت کومې نښې چې هغۀ جوړې کړې وې او هغه بُتان چې هغۀ يې عبادت کولو، دا هر څۀ د پېغمبرانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.


خو هغه د خپل پلار په شان عاجز نۀ شو او نۀ مالِک خُدائ ته راوګرځېدو، هغه د خپل پلار نه هم زيات ګناهګار شو.


ما وئيل، ”خُدايه پاکه، ما له په دې باندې ډېر سخت شرم راځى چې ستا په حضور کښې خپل لاسونه اوچت کړم. زمونږ ګناهونه زمونږ د سرونو نه پاس اوړېدلى دى او زمونږ ګناهونه تر آسمانه پورې رسېدلى دى.


نو ما چې څۀ وئيلى دى نو په هغې شرمنده يم، او په خاورو او ايرو کښې توبه وباسم.“


مونږ هم د خپل پلار نيکۀ په شان ګناه ګار يُو، مونږ غلط کارونه وکړل او بدعمله يُو.


خپله ابدى مينه دې ما له راکړه اے مالِکه خُدايه، او د خپلې وعدې په مطابق دې خلاصون راکړه.


اے بنى اِسرائيلو، د مالِک خُدائ اُميد ساتئ، د مالِک خُدائ مينه ابدى ده او هغۀ سره پوره خلاصون دے.


اے مالِکه خُدايه، د خپل پاک نوم د خاطره، راوبخښه کۀ هر څومره زما ګناه ده لويه.


زما د ځوانۍ غلطۍ او ګناه مۀ يادوه خو ما د خپلې بې‌بها مينې په وجه يادوه، ځکه چې تۀ مهربان يې اے مالِکه خُدايه.


خو زۀ ډېرو مصيبتونو راګېر کړے يم، لار رانه خطا شوه په ګناهونو کښې ډوب شوے يم، ګناهونه مې د سر وېښتو نه ډېر دى بې‌وسه شوے يم.


ما ووئيل چې، ”اے مالِکه خُدايه، په ما رحم وکړه ما له شفا راکړه، ځکه چې ما ستا خلاف ګناه کړې ده.“


چې څنګه به خلقو د خېمې د دروازې په خولۀ کښې د وريځې ستن وليدله، نو هر يو کس به پاڅېدلو او د خپلې خپلې خېمې د دروازې په خولۀ کښې به يې سجده کوله.


مالِک خُدائ فرمائى، ”راځئ چې اوس دا مسئله حل کړُو. اګر چې ستاسو ګناهونو تاسو تک سرۀ داغى کړى يئ، خو زۀ به تاسو صفا کړم او لکه د واورې په شان به مو سپين کړم، اګر چې ستاسو داغونه تک سرۀ دى، خو تاسو به د وړۍ په شان تک سپين شئ.


نو ما ووئيل، ”په ما افسوس، زۀ تباه شوم، ځکه چې زما شونډې په ګناه ککړې دى، او د کومو خلقو سره چې زۀ اوسېږم د هغوئ شونډې هم ګنده دى. خو بيا هم ما په خپلو سترګو هغه بادشاه ليدلے دے چې هغه مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.“


مالِک خُدائ فرمائى، ”ما په خپل لاس دا هر څۀ جوړ کړل، نو بيا دا په وجود کښې راغلل. زۀ د هغه خلقو خيال ساتم څوک چې عاجزان او توبه کوونکى دى، او زما د کلام په وړاندې د يرې نه ريږدى.


کله چې زۀ ستا ټول کارونه تا ته معاف کړم کوم چې تا کړى دى، نو تا ته به دا ګناهونه ياد وى او په هغې به دومره شرمېږې چې بيا به يې نوم په خولۀ نۀ اخلې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى.“


مونږ ګناه کړې ده او غلط کارونه مو کړى دى. مونږ بدعملى کړې ده او سرکشى مو کړې ده، مونږ ستا د احکاماتو او شريعت نه مخ اړولے دے.


فيليپوس او برتلماۍ، توما او متى محصولچى، د حلفى زوئ يعقوب او تدى،


بيا دا چې تاسو کله هم دُعا کوئ نو د رياکارانو په شان مۀ جوړېږئ. هغوئ دا ډېر خوښوى چې په عبادتخانو او چوکونو کښې د دُعا دپاره ودريږى چې هر څوک يې ووينى. زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې هغوئ ته خپل اجر پوره مِلاو شو.


لاړ شئ او د دې صحيفو په معنىٰ ځان پوهه کړئ چې، ”زۀ رحم غواړم، نه چې قربانى.“ زۀ د دې دپاره نۀ يم راغلے چې صادقانو ته دعوت ورکړم بلکې ګناهګارانو ته.“


او هر کله چې تاسو دُعا ته ودرېږئ نو کۀ ستاسو په زړۀ کښې د چا خلاف خبرې وى، نو هغه معاف کړئ، د دې دپاره چې ستاسو آسمانى پلار به ستاسو نافرمانى معاف کړى.“


کله چې هغه يو کلى ته ورسېدو نو لس جذاميان يې هلته وليدل. هغوئ په څۀ فاصله کښې ولاړ وُو،


هغه په خپله د هغوئ نه يو څو قدمه وړاندې لاړو، په ګوډو شو او دُعا يې شروع کړه،


خو هغه ټول خلق چې دې تماشې ته راجمع شوى وُو کله چې هغوئ دا واقعه وليدله نو ماتم يې وکړو او کورونو ته واپس لاړل.


کله چې شمعون پطروس دا نظاره وليدله نو د عيسىٰ په پښو پرېوتو او وې وئيل چې، ”اے مالِکه، زما نه لاړ شه ځکه چې زۀ ګناه ګار يم.“


چې کله خلقو دا واورېدل نو زړونه يې مات شول او پطروس او رسولانو ته يې ووئيل چې، ”اے وروڼو، نو مونږ ته څۀ کول په کار دى؟“


خو خُدائ پاک خپله مينه مونږ ته داسې ثابته کړه، چې کله مونږ لا په ګناه کښې اخته وُو نو مسيح زمونږ دپاره مړ شو.


نو ګورئ دغه د خُدائ پاک د مرضۍ غم په تاسو کښې څومره سرګرمى، عُذر، خفګان، يره، شوق، جوش او غېرت پېدا کړو. تاسو په هر جوړ دا ثابت کړل چې تاسو په دې خبره کښې څومره بې‌ګناه يئ.


دا خبره رښتيا ده او په هر لحاظ د قبلولو جوګه ده، چې عيسىٰ مسيح ګناهګارانو له د خلاصون ورکولو دپاره دُنيا ته راغلو، چې په هغوئ ټولو کښې وړومبے زۀ يم.


نو راځئ چې مونږ د خُدائ پاک د فضل تخت ته ځان په اعتماد سره ورنزدې کړُو نو چې په مونږ رحم وشى او هغه فضل حاصل کړُو چې د حاجت په وخت زمونږ مدد وکړى.


ځکه چې زۀ به د هغوئ په قصورونو رحم کوم او زۀ به نور د هغوئ ګناهونه هيڅکله نۀ يادوم.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan