Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 18:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 زۀ په هفته کښې دوه روژې نيسم او څۀ چې ګټم خُدائ پاک ته د هغې نه لسمه ورکوم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 18:12
24 Iomraidhean Croise  

او هغۀ ورته ووئيل، ”ما سره لاړ شه او په خپله وګوره چې زۀ د مالِک خُدائ څومره وفادار يم.“ او هغه يې په خپله جنګى ګاډۍ کښې بوتلو.


کله چې تاسو د دُعا دپاره لاسونه پورته کړئ، نو زۀ به ستاسو نه مخ واړوم. تاسو چې هر څومره دُعاګانې وکړئ، نو زۀ به يې نۀ قبلوم، ځکه چې ستاسو لاسونه په وينو رنګ دى.


خو زۀ وايم چې، ولې يو سړے د خُدائ پاک نه غلا کولے شى څۀ؟ خو باوجود د دې تاسو زما نه غلا کوئ. خو بيا تاسو تپوس کوئ چې، مونږ تا نه څنګه غلا کوُو؟ خو زۀ دا وايم چې، تاسو په لسمه حِصه او نذرانو کښې زما نه غلا کوئ.


ځکه چې ما هغوئ له لسمه حِصه ورکړې ده کومه چې اِسرائيليان ما ته د خاص برخې په توګه پېش کوى. نو دا ځکه ما هغوئ ته وفرمائيل چې د بنى اِسرائيلو په مُلک کښې به د هغوئ جائيداد نۀ وى.“


او خُدائ پاک هغۀ ته راڅرګند شو. بلعام ورته وفرمائيل، ”ما اووۀ قربان‌ګاه جوړې کړې دى او يو غوَيے او يو ګډ مې په هره يوه باندې پېش کړل.“


زۀ تاسو ته دا وايم، ترڅو چې تاسو په صداقت کولو کښې د فريسيانو او د شرعې د عالمانو نه زيات نۀ يئ نو تاسو بيا هيڅکله هم د آسمان په بادشاهۍ کښې داخلېدے نۀ شئ.


”خبردار چې د خپلې پرهيزګارۍ ښودنه د خلقو په مخکښې ونۀ کړئ. کۀ تاسو داسې وکړئ نو د آسمانى پلار سره ستاسو دپاره هيڅ اجر نشته.


هر کله چې تاسو روژه نيسئ نو د رياکارانو په شان ځانونه خفه مۀ ښکاره کوئ. هغوئ خپل مخونه ځکه ورانوى چې خلق ووائى چې ګنې د دوئ روژه ده. زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې هغوئ ته خپل اجر پوره مِلاو شوے دے.


بيا دا چې تاسو کله هم دُعا کوئ نو د رياکارانو په شان مۀ جوړېږئ. هغوئ دا ډېر خوښوى چې په عبادتخانو او چوکونو کښې د دُعا دپاره ودريږى چې هر څوک يې ووينى. زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې هغوئ ته خپل اجر پوره مِلاو شو.


خو بيا د يحيىٰ مريدان عيسىٰ له راغلل او دا تپوس يې ترې وکړو چې، ”څۀ وجه ده چې مونږ او فريسيان خو روژې نيسو خو ستا مريدان يې نۀ نيسى؟“


اے فريسيانو، په تاسو دې افسوس وى. تاسو د باغ د پودينې او سپېلنو او د هر قِسم سبزۍ لسمه حِصه خو ورکوئ خو د اِنصاف او د خُدائ پاک سره د مينې نه اِنکار کوئ. په کار خو دا وو چې تاسو په دې هم عمل کولے او هغه مو هم نۀ پرېښودلے.


دغه شان کله چې تاسو هغه هر څۀ چې تاسو ته يې حکم شوے دے پوره کړئ نو بيا تاسو ته داسې وئيل په کار دى چې مونږ د تعريف قابل نوکران نۀ يُو خو مونږ صرف خپل فرض پوره کړو.“


نو بيا مونږ په دې فخر وکړو چې د خُدائ پاک په نزد ګنې مونږ ښۀ کار کړے دے؟ نه، مونږ په دې فخر نۀ شُو کولے ځکه چې زمونږ صداقت د شريعت په بنياد نه بلکې د ايمان په وسيله دے.


نو چې بيا هيڅوک هم د خُدائ پاک په وړاندې فخر ونۀ کړى.


زۀ د يهوديانو په عقيده کښې د خپل قوم د اکثرو همزولو نه ډېر سرګرم وم ځکه چې زۀ د خپلو مشرانو د رواياتو ډېر زيات پابند وم.


خلاصون زمونږ د نېک عمل اجر نۀ دے نو په مونږ کښې دې څوک هم په خپل عمل فخر ونۀ کړى.


ځکه چې د جسمانى تربيت فائده شته خو د ديندارۍ تربيت حاصلول د دې نه ښۀ دى ځکه چې په اوسنى او راتلونکى ژوندون کښې به د دې دواړو فائده وى.


سموئيل ساؤل له لاړو، ساؤل ورته په خېر راغلے ووئيل او ورته يې ووئيل، ”سموئيله، مالِک خُدائ دې تا له برکت درکړى. ما د مالِک خُدائ حُکم منلے دے.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan