8 نه، هغه به ورته دا وائى چې زما روټۍ تياره کړه، ملا تړلے ودرېږه او زما خِدمت کوه. او تۀ به زما نه وروستو روټۍ وخورې.
چې کله يوسف بنيامين د هغوئ سره وليدلو، نو هغۀ د خپل کور مشر خِدمتګار ته ووئيل، ”دا سړى زما کور ته بوځه. د غرمې روټۍ به دوئ زما سره وخورى، نو يو څاروے حلال کړه او تيار يې کړه.“
داؤد د زمکې نه پاڅېدو، وې لامبل، تېل يې ولګول او جامې يې بدلې کړې. بيا هغه لاړو او د مالِک خُدائ په کور کښې يې عبادت وکړو. کله چې هغه محل ته راواپس شو، هغۀ روټۍ راوغوښته. هغوئ روټۍ ورته کېښوده او هغۀ وخوړه.
هغه خادِمان بختور دى چې مالِک يې د خپل راتلو په وخت بېدار ووينى. زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې مالِک به په خپله د کار جامې واچوى او دوئ به خوراک ته کښېنوى او په خپله به د دوئ خِدمت کوى.
کۀ چرې د يو کس نوکر د يوې او ګډو څرولو نه راواپس شى، نو ولې د هغۀ نېک به ورته دا وائى چې زر راشه او ما سره روټۍ ته کښېنه؟
ولې هغه به د هغه نوکر شُکر ګزارى ونۀ کړى چې د دۀ حکم يې منلے وو؟
نو هغه د روټۍ نه پاڅېدو، خپل څادر يې يو طرف ته کېښودو، يوه توليه يې راواخسته او د ملا نه يې تاو کړه.