7 کۀ چرې د يو کس نوکر د يوې او ګډو څرولو نه راواپس شى، نو ولې د هغۀ نېک به ورته دا وائى چې زر راشه او ما سره روټۍ ته کښېنه؟
خو هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”فرض کړئ چې تاسو يوه ګډه لرئ او هغه د سبت په ورځ کندې ته وغورزيږى، په تاسو کښې داسې يو کس هم شته چې هغه به د سبت په ورځ د هغې د راخېژولو کوشش نۀ کوى؟
خو مالِک هغۀ ته جواب ورکړو او وې فرمائيل، ”اے مُنافقانو، په تاسو کښې يو کس هم داسې شته څوک چې د سبت په ورځ خپل غوائى يا خر د اخور نه نۀ پرانيزى او اوبو له يې نۀ بوځى.
بيا هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”کۀ چرې د سبت په ورځ ستاسو زوئ يا څاروے په کوهى کښې پرېوځى، ولې تاسو به هغه سمدستى راونۀ باسئ؟“
لکه څنګه چې د نوح په زمانه کښې شوى وُو، هم هغه شان به د اِبن آدم د راتلو په ورځو کښې وشى.
نو مالِک ورته جواب ورکړو، ”کۀ چرې ستاسو ايمان د شړشمو د دانې هومره هم وى نو کۀ تاسو د تُوت دې ونې ته ووايئ چې د بېخه ووځه او په سمندر کښې لاهو شه، نو دا به ستاسو حُکم ومنى.
نه، هغه به ورته دا وائى چې زما روټۍ تياره کړه، ملا تړلے ودرېږه او زما خِدمت کوه. او تۀ به زما نه وروستو روټۍ وخورې.