35 او دوه ښځې به يو ځائ مېچن کوى، يوه به واخستلے شى او بله به پرېښودلے شى.
د مِصر په مُلک کښې هر يو مشر زوئ به مړ شى، د فِرعون د مشر زوئ نه واخله کوم چې په تخت کښېنى د وينځې تر هغه مشر زوئ پورې کوم چې مېچنې ته ناست وى، او د څاروو ټول وړومبى پېدا شوى بچى به هم مړۀ شى.
دوه ښځې به مېچن کوى، يوه به بوتلے شى او بله به پرېښودلے شى.
زۀ تاسو ته وايم چې په هغه شپه به په يو کټ کښې دوه کسان وى، يو به واخستلے شى او بل به پرېښودلے شى.
فلستيانو هغه ونيولو او سترګې يې ترې نه وويستلې. هغه يې غزه ته بوتلو او د زېړو په زنځيرونو باندې يې وتړلو او په قېد کښې ترې نه د مېچنې د تاوولو کار اخستلو.