34 زۀ تاسو ته وايم چې په هغه شپه به په يو کټ کښې دوه کسان وى، يو به واخستلے شى او بل به پرېښودلے شى.
ما د ګناهګارانو سره مۀ حسابوه، ما د قاتلانو سره مۀ مجرم کوه.
ما لرى مۀ غورزوه د بدکارانو سره، او څوک چې بد کوى کارونه د هغوئ سره، څوک چې کوى په خولۀ خوږې خبرې ګاونډيانو سره خو په زړۀ کښې جوړوى منصوبې د فسادونو سره.
ما چې د کومو خبرو پېشګوئې کړې وه هغه رښتيا شوې دى. او اوس زۀ تاسو ته د نوؤ واقعو اعلان کوم. اوس به زۀ تاسو ته نوى څيزونه وښايم چې دا لا شوى هم نۀ وى.“
ولې تۀ د خپل ځان دپاره د دې نه نور هم زيات د خاص سلوک اُميد کوې څۀ؟ داسې مۀ کوه. زۀ به لوئ افت په دې خلقو نازل کړم. خو تۀ چرته هم ځې نو زۀ به تا ته ستا ژوندون درکړم. مالِک خُدائ داسې فرمائى.“
ګورئ، ما تاسو د دې د کېدو نه مخکښې خبردار کړئ.
خو تاسو خبردار اوسئ، ما تاسو د اول نه په دې خبر کړئ.
پطروس جواب ورکړو، ”کۀ چرې دوئ ټول تيندک وخورى، خو زۀ به هيچرې تيندک ونۀ خورم.“
”کوشش وکړئ چې په تنګه دروازه ورداخل شئ، ځکه چې زۀ درته دا وايم چې ډېر به د داخلېدو کوشش کوى خو داخلېدلے به نۀ شى.
بلکل نه، زۀ تاسو ته وايم چې، خو کۀ تاسو هم توبه ګار نۀ شئ نو ټول به هم هغه شان تباه شئ.
بلکل نه، زۀ تاسو ته دا وايم چې کۀ تاسو توبه ګار نۀ شوئ نو ټول به هم هغه شان تباه شئ.“
څوک چې خپل ځان ساتل غواړى هغه به يې بائيلى، خو څوک چې ځان بائيلى، هغه به يې وساتى.
او دوه ښځې به يو ځائ مېچن کوى، يوه به واخستلے شى او بله به پرېښودلے شى.
نو مالِک پوهيږى چې څنګه دينداران د آزمېښت نه بچ کړى او بدکاران د عدالت تر ورځې پورې په سزا کښې وساتى،