33 څوک چې خپل ځان ساتل غواړى هغه به يې بائيلى، خو څوک چې ځان بائيلى، هغه به يې وساتى.
څوک چې خپل ځان ساتل غواړى هغه به يې بائيلى، خو څوک چې زما د خاطره خپل ژوند بائيلى، هغه به يې حاصل کړى.
زۀ تاسو ته وايم چې په هغه شپه به په يو کټ کښې دوه کسان وى، يو به واخستلے شى او بل به پرېښودلے شى.
هغه څوک چې د خپل ژوند سره مينه کوى هغه به يې بائيلى، او څوک چې په دُنيا کښې د خپل ژوند نه نفرت کوى، هغه به يې د تل ژوندون دپاره وساتى.
د راتلونکو زحمتونو نه مۀ يرېږه. خبردار شئ اِبليس به تاسو نه ځينې قېدخانو ته واچوى نو چې تاسو وآزمائيلے شئ او تر لسو ورځو پورې به په تاسو زحمتونه وى. خو تر مرګه پورې وفادار اوسئ او زۀ به د ژوندون تاج در په سر کړم.