28 او لکه څنګه چې د لوط په زمانه کښې شوى وُو هغوئ هم خوړل څښل او سوداګرى يې کوله او بوټى يې کَرل او ودانۍ يې کولې.
چې د هغه ځائ خلق ډېر خراب او ګناهګار وُو او د مالِک خُدائ خلاف وُو.
لکه څنګه چې خُدائ پاک سدوم او عموره، سره د ګاونډيانو تباه کړل هم هغه شان به بابل هم تباه کړى. مالِک خُدائ فرمائى چې، نو هيڅ څوک به هلته نۀ اوسيږى او نۀ به يو انسان په کښې ژوند کوى.
عيسىٰ بيا د خُدائ کور ته ورننوتو او هغه ټول خلق چې د خُدائ په کور کښې يې سوداګرى کوله، وشړل او د صرافانو تختې او د کونترو د خرڅوونکو کُرسۍ يې نسکورې کړې،
هغوئ تر هغې ورځې پورې خوړل څښل او ودونه يې کول ترڅو چې نوح خپلې کشتۍ ته ننوتو او سېلاب راغلو او هغوئ ټول يې غرق کړل.
خو په کومه ورځ چې لوط د سدوم نه ووتلو نو د آسمان نه اور او ګوګړ ورېدل شروع شول او دوئ يې ټول تباه کړل.