27 هغوئ تر هغې ورځې پورې خوړل څښل او ودونه يې کول ترڅو چې نوح خپلې کشتۍ ته ننوتو او سېلاب راغلو او هغوئ ټول يې غرق کړل.
مالِک خُدائ هر ژوندے څيز د زمکې د مخ نه ورک کړو، بنى آدم، ځناور او مارغان. خو صِرف نوح او هغه ژوندى څيزونه چې د هغۀ سره په کشتۍ کښې وُو ژوندى پاتې شول.
نو په هغه وخت نوح او د هغۀ ښځه، د هغۀ زامن او د هغوئ ښځې کشتۍ ته وختل چې د سېلاب نه ځان بچ کړى.
زما زړۀ درزيږى او رپېږم. اول به ماښام په ما ډېر ښۀ لګېدو خو اوس د تيارې نه زۀ يرېږم.
داسې افت به په تا راشى، چې ستا يو جادو منتر به هم دا منع کولے نۀ شى. تباهى به په تا باندې راشى او هيڅ منښته به دا بندولے نۀ شى. وبا به په تا باندې ناڅاپه راشى، او تۀ به د هغې دپاره تياره نۀ يې.
ځکه چې په قيامت کښې به ښځې او سړى يو بل سره وادۀ نۀ کوى. هغوئ به د آسمان د فرښتو په شان وى.
لکه څنګه چې د نوح په زمانه کښې شوى وُو، هم هغه شان به د اِبن آدم د راتلو په ورځو کښې وشى.
او لکه څنګه چې د لوط په زمانه کښې شوى وُو هغوئ هم خوړل څښل او سوداګرى يې کوله او بوټى يې کَرل او ودانۍ يې کولې.
نو داؤد يې ورله بوتلو. هغه فوجيان په هر ځائ کښې خوارۀ وارۀ وُو، خوراک څښاک يې کولو او د بېشمېره مالِ غنيمت خوشحالى يې کوله، چې هغوئ د فلستيانو او يهوداه په مُلک کښې نيولے وو.