23 خلق به تاسو ته وائى چې ګورئ هغه هلته دے يا دلته دے، خو هلته مۀ ځئ او مۀ هغوئ پسې منډې وهئ.
نۀ څوک داسې وئيلے شى چې ګورئ هغه دلته ده. يا هلته ده. ځکه چې په حقيقت کښې د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو په مينځ کښې ده.“
عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”خيال کوئ چې څوک مو بېلارې نۀ کړى ځکه چې ډېر به زما په نوم راشى او دعوىٰ به کوى او وائى به چې زۀ عيسىٰ يم، او وخت نزدې راغلے دے خو هغۀ پسې مۀ ځئ.