21 نۀ څوک داسې وئيلے شى چې ګورئ هغه دلته ده. يا هلته ده. ځکه چې په حقيقت کښې د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو په مينځ کښې ده.“
خو کۀ زۀ دا پيريان د خُدائ پاک د روح په مدد شړم نو د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو په مينځ کښې ده.
او کۀ بيا تاسو ته په دغه وخت کښې څوک دا ووائى چې وګورئ، مسيح دلته دے يا هلته دے، نو باور پرې مۀ کوئ.
خلق به تاسو ته وائى چې ګورئ هغه هلته دے يا دلته دے، خو هلته مۀ ځئ او مۀ هغوئ پسې منډې وهئ.
عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”خيال کوئ چې څوک مو بېلارې نۀ کړى ځکه چې ډېر به زما په نوم راشى او دعوىٰ به کوى او وائى به چې زۀ عيسىٰ يم، او وخت نزدې راغلے دے خو هغۀ پسې مۀ ځئ.
يحيىٰ هغوئ ته جواب ورکړو، ”زۀ په اوبو بپتسمه ورکوم خو ستاسو په مينځ کښې يو کس ولاړ دے چې تاسو هغه نۀ پېژنئ،
عيسىٰ جواب ورکړو، ”زما بادشاهى د دې دُنيا بادشاهى نۀ ده. کۀ چرې زما بادشاهى د دې دُنيا وے، نو زما خادِمانو به د يهوديانو نه زما د بچ کولو دپاره د هغوئ سره جنګ کړے وے. خو زما بادشاهى د دې دُنيا نۀ ده.“
ځکه چې د خُدائ پاک بادشاهى په خوراک څښاک نۀ ده بلکې په صداقت، او په صُلح ده او په روحُ القُدس کښې په خوشحالۍ ده.
خُدائ پاک غوښتل چې تاسو غېريهوديانو ته هم دا بېحده شاندار او قيمتى راز ښکاره کړى، او هغه راز دا دے چې مسيح په تاسو کښې دے او هغه د راتلونکى جلال اُميد دے.