20 فريسيانو د عيسىٰ نه تپوس وکړو چې، ”د خُدائ پاک بادشاهى به کله راځى؟“ هغۀ وفرمائيل چې، ”تاسو د نښو په ليدلو دا نۀ شئ وئيلے چې د خُدائ پاک بادشاهى به کله راځى.
د هغه بادشاهانو په زمانه کښې، به آسمانى خُدائ پاک داسې بادشاهى راولى چې هغه به هيڅکله نۀ ختميږى، نۀ به دا بل قوم نيولے شى. هغه به دا ټول بادشاهتونه مات کړى او ختم به يې کړى، خو دا به د تل دپاره پاتې شى.
نو هغه فرښتې ما ته وفرمائيل، ”دا زرُبابل ته د مالِک خُدائ کلام دے، نۀ په طاقت او نۀ په قدرت، خو زما په روح باندې، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
ستاسو د ښاريې دا کومه دوړه چې زمونږ په پښو پورې انښتې ده، مونږ يې ستاسو خلاف څنډو. خو دا خبره ياده لرئ چې د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو مينځ ته راغلې ده.
د سبت په ورځ عيسىٰ د يو مشر فريسى په کور کښې روټۍ خوړلو له ورغلو او د خلقو په هغۀ نظر وُو.
د يحيىٰ تر وخته د شريعت او نبيانو سلسله جارى وه. د دې نه پس د خُدائ پاک د بادشاهۍ د زيرى بيان اورولے شو نو د هر چا زړۀ وو چې په هغې کښې داخل شى.
د هغوئ لا دې ته غوږ وو چې عيسىٰ ورته يو مِثال ووئيلو ځکه چې هغه اوس يروشلم ته رانزدې وو او د هغوئ دا ګُمان وو چې د خُدائ پاک بادشاهى اوس زر په ښکاره کېدو ده.
عيسىٰ جواب ورکړو، ”زما بادشاهى د دې دُنيا بادشاهى نۀ ده. کۀ چرې زما بادشاهى د دې دُنيا وے، نو زما خادِمانو به د يهوديانو نه زما د بچ کولو دپاره د هغوئ سره جنګ کړے وے. خو زما بادشاهى د دې دُنيا نۀ ده.“