18 بې له دې يو مسافر نه بل يو هم داسې نۀ وو چې واپس راغلے وے او د خُدائ پاک ثناء يې وئيلے وے؟“
خو هغوئ هغه هر څۀ زر هېر کړل کوم چې خُدائ پاک د دوئ دپاره کړى وُو، او د هغۀ د نصيحت انتظار يې ونۀ کړو.
څوک هم چې د شُکر ګزارۍ قربانى کوى نو زما احترام کوى. څوک چې هم په صحيح لار روان وى، نو زۀ به ورته د خُدائ خلاصون څرګند کړم.“
کوم خلق چې په لرې مُلکونو کښې اوسيږى هغوئ دې د مالِک خُدائ ثناء صِفت او جلال بيان کړى.
خو ډېر اول به آخر کړے شى او آخر به اول کړے شى.“
دغه شان وروستنى به اول شى او اول به آخر شى.“
عيسىٰ په حېرانتيا د هغۀ خبرې واورېدې نو هغه ګڼې ته يې وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې ما داسې ايمان په بنى اِسرائيلو کښې چرته هم نۀ دے ليدلے.
خو د بادشاهت وارثان به بهر تيارې ته وغورزولے شى کوم ځائ چې به ژړا وير او د غاښونو چيچل وى.“
خلق په دې ننداره هيبت واخستل او بنى آدم ته په داسې اختيار ورکولو يې د خُدائ پاک ثنا ووئيله.
بيا عيسىٰ وفرمائيل چې، ”ولې لس واړه پاک نۀ کړے شوئ؟ نو هغه نور نهۀ څۀ شول؟
هغې په اوچت آواز چغې کړې چې، ”د خُدائ پاک نه يرېږئ او د هغۀ ثنا ووايئ ځکه چې د هغۀ د عدالت وخت راغلے دے. او د هغۀ عبادت وکړئ چا چې آسمان او زمکه، سمندر او د اوبو چينې پېدا کړى دى.“