10 دغه شان کله چې تاسو هغه هر څۀ چې تاسو ته يې حکم شوے دے پوره کړئ نو بيا تاسو ته داسې وئيل په کار دى چې مونږ د تعريف قابل نوکران نۀ يُو خو مونږ صرف خپل فرض پوره کړو.“
نو ما ووئيل، ”په ما افسوس، زۀ تباه شوم، ځکه چې زما شونډې په ګناه ککړې دى، او د کومو خلقو سره چې زۀ اوسېږم د هغوئ شونډې هم ګنده دى. خو بيا هم ما په خپلو سترګو هغه بادشاه ليدلے دے چې هغه مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.“
مونږ ټول د هغه سړى په شان يُو څوک چې ناپاک وى، او زمونږ ټول ښۀ عملونه د پليتې کپړې په شان دى. مونږ د خزان د پاڼو په شان مړاوى شُو او راپرېوځو، او زمونږ ګناهونه مونږ لکه د هوا په شان جارُو کړى.
خو چې کله زمونږ پلار نيکۀ په دې مُلک کښې داخل شول او په دې يې قبضه وکړه نو هغوئ نۀ ستا واورېدل او نۀ يې ستا د شريعت پيروى وکړه. او هغوئ په هغه څۀ باندې عمل ونۀ کړو د کوم چې ورله تا حکم کړے وو. نو بيا ځکه تا دا ټول افتونه په هغوئ رانازل کړل.
نو دا بېکاره نوکر تيارې ته وغورزوئ، چرته به چې د ژړا او د غاښونو چيچل وى.
کله چې عيسىٰ يروشلم ته روان وو نو هغه د سامريه او د ګليل تر مينځه تېرېدلو.
ولې هغه به د هغه نوکر شُکر ګزارى ونۀ کړى چې د دۀ حکم يې منلے وو؟
يا چا هغۀ ته چرې څۀ ورکړى دى چې د هغۀ نه هم څۀ واخلى؟“
ټول اوړېدلى دى، او ټول بېکاره شوى دى. يو هم نيک کار نۀ کوى، يو کس هم نشته.
اول خو هغه ستا دپاره بېکاره وو، خو اوس هغه ستا او زما دواړو د کار دے.